اطلاعات روز: په داسې حال کې چې افغان ښځې او نجونې د زده کړو او کار کولو حق په ګډون له خپلو لومړنیو حقونو څخه محرومې دي، د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې «د اسلامي شریعت او افغاني ټولنې له فرهنګ او عنعناتو سره سم د افغاني میرمنو ټول اساسي حقونه تامین شوي».
مجاهد ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «باید هیره نه شي چې موږ د افغان میرمنو حقوق په یوه اسلامي او افغاني ټولنه کې تر بحث لاندې لرو، چې د غربي ټولنې او د هغوی د فرهنګ سره ښکاره توپيرونه لري چې د محاسباتو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي.»
د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان کې ښځې او نجونې د کار او زده کړو په ګډون له خپلو ډیرو اساسي حقونو څخه محرومې دي.
د نړۍ ګڼو هېوادونو په وار وار د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تګلارې غندلي او په دې برخه کې یې د بدلون غوښتنه کړې.
خو، طالبان لا هم ټینګار کوي چې دې ډلې د اسلامي شریعت او افغاني دودونو په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي دي.
د طالبانو ویاند نن (شنبه، ۱۸ د کب) په خپل پیغام کې لیکلي، چې «د ښځو عفت، عزت او شرعي حقوق ساتل د امارت لومړیتوب دی».
هغه ادعا کړې، چې افغان ښځې دامهال «له فزیکی او رواني پلوه په مصئونیت کې ژوند کوي».
مجاهد ادعا کړې چې د ښځو پر وړاندې د هر ډول تاوتریخوالي مخه نیول شوې او «هيڅوک نه شي کولای د ښځو حقوق تلف کړي او یا هغې ته په بده وګوري».
د طالبانو ویاند دغه راز ویلي، چې محکمې او د طالبانو نور ارګانونه مکلف دي چې د ښځو د حقونو په تامین کې خپله ټوله هڅه وکړي او
د هغوی د زوجیت اختیار یقیني کړي، د مهر او میراث حق ورته حاصل او د هغوی له ټولو حقوقو څخه ساتنه او څارنه وکړي».