په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې کتاب پلورونکي او د خپروندویه ټولنو مسوولین وایي، چې په دې وروستیو کې ورڅخه د طالبانو یو کمېسیون د «غیراسلامي» محتویاتو په پلمه زرګونه کتابونه ټول کړي دي.
په ننګرهار کې د یوې خپروندویه ټولنې مسوول د نوم نه یادولو په شرط وایي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د خپروونکو او کتابپلورونکو پر وړاندې د پراخو محدودیتونو په دوام زرګونه عنوانه کتابونه د تاوان له پرې کولو پرته ټول کړي او دغه لړۍ یې تر بل هر وخت چټکه کړې. د هغه په خبره طالبانو دا کتابونه د «ملي ګټو خلاف، د دین ضد، د ذهنونو د تخریبولو او پروپاګند» په پلمه ټول کړي دي.
د خپروندویه ټولنې یاد مسوول وویل: «د طالبانو یو کمېسیون زمونږ خپرندویه ټولنې ته راغی له مونږ څخه یې نږدې ۵۶۰ کتابونه اټول کړل چې په دې کې سیاسي، مذهبي، ناول او دغه راز له بهرنیو ژبو پښتو او دري ته د بېلابېلو برخو ژباړل شوي کتابونه شامل وو؛ په دې هر کتاب زمونږ لګښت شوی خو دوی مونږ ته د کتابونه پېسې هم رانه کړې او کتابونه یې له ځانه سره یوړل دغه راز دلته په جلال اباد ښار کې له نورو کتاب پلورونکو هم کتابونه راټول کړي او هیچا ته یې د راټولو کړو کتابونو تاوان نه دی ورکړی.»
نوموړی زیاتوي د طالبانو یاد کمېسیون ورته د څه دپاسه ۴۰۰ عنوانه کتابونو لېست هم ورکړی چې په چاپ، پېر او پلور یې بندیز لګېدلی دی.
د هغه په وینا دا مهال پر خپروندویه ټولنو او کتاب پلورنځیو د طالبانو څار تر بل هر وخت زیات شوی دی.
سرچینه زیاتوي: «طالبان هره ورځ راځي او دلته کتاب پلورونکي او خپروندویه ټولنې څاري او دغه راز خبرداری یې هم راکړی، که بند شوي کتابونه څوک وپلوري، نو جریمه کېږي او د بند ګواښ یې هم کړی نو دا حالت سخت دی او زیاتره خپروندویه ټولنو خپل فعالیت ټکنی کړی دی ځکه هغه څه چې د ټولنې د لوستو ځوانانو او خاص ډول د مطالعه کوونکو غوښتنه ده هغه نه شي چاپ کولای.»
د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې اسحاقزي مارکېټ هغه ځای دی چې تر ډیره په کې کتاب پلورنځي، د کتابونو پېر او پلور او خپروندویه ټولنې فعالیت کوي.
شفیق الله د همدې مارکېټ د کتاب پلورونکو له ډلې دی او وایي، چې د طالبانو لهخوا پر کتابونو بندیز اندېښمن کړی او حتا د خپل دوکان پلور ته اړ شوی دی.
هغه ادعا کوي چې طالبانو یې له کتاب پلورنځي سلګونه کتابونه له تاوان پرته ټول کړي او له ځانه سره یې وړي او پر ځای یې کتاب پلورونکو ته په زوره د پېسو په بدل کې د تفسیر ځينې کتابونه ورکړي دي.
شفیق الله وویل: «کلونه کېږي چې کتاب پلورنځي لرم، خو دا حالت ما بیخي نه و لیدلی چې اوس طالبانو پر کتاب پلورونکو راوستی دی ځکه خلک خو همدا یو اسلامي کتابونه نه اخلي چې دوی پر نورو بندیز لګولی په دې سره زمونږ کاروبار بیخي په ټپه درېدلی او حیران یو چې څه وکړو هغه کتابونه چې طالبانو راڅخه ټول کړي پېسې یې هم رانه کړې او کوم د تفسیر او دیني کتابونه چې طالبانو یې په بدل کې راکړي له مونږ یې پېسې اخیستي کتاب پلورونکي له یو بد حالت سره مخ دي.»
له ننګرهار سربېره په لغمان کې هم کتاب پلورونکي له ورته ستونزې شکایت کوي او وایي، چې د طالبانو د ارزونې کمېسیون د کتابونو یو نوملړ ور استولی چې په کې په ټینګار سره ویل شوي چې د دې کتابونو د خپرولو او پلور اجازه نشته.
د دغه ولایت په مرکز مهترلام کې د یو کتاب پلورنځي مسوول سید کمال څپاند وایي، چې د کتابونو هغه نوملړ چې بندیز پرې لګېدلی په کې د محصلینو لپاره مهم کتابونه هم شامل دي چې نشتون یې د هغوی تدریسي بهیر ټکنی کړی دی.
څپاند زیاتوي: «د کتابونو کوم نوملړ چې بندیز پرې لګېدلی په کې د حقوقو او سیاسي علومو، ژورنالېزم، پښتو او دري ادبیاتو او دغه راز د نورو پوهنځیو کتابونه شامل دي، چې محصلین یې نشتون له ستونزو سره مخ کړي دي او دوی هره ورځ پوښتنه کوي، خو له مونږ یې ټول کړي او خبرداری یې هم راکړی چې بند شوي کتابونه ونه پلورئ.»
نوموړی وایي، چې د ټولو کتاب پلورونکو او ناشرانو حالت اندېښمنوونکی دی او طالبانو دروند مالي زیان وراړولی دی.
په همدې حال کې د پوهنتون زده کړیالان او د مطالعې مینوال د طالبانو له لوري پر ځینو کتابونو د مخنیوي او له کتاب پلورنځیو څخه د کتابونو په راټولونې نیوکه کوي .
د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي د درېم کال محصل نصرت الله همت وایي، هر ډول کتابونو او معلوماتو ته لاسرسی د هر وګړي حق دی.
همت په خپلو خبرو کې وویل: «د طالبانو حکومت ته په کار ده چې پر کتابونو بندیزونه ونه لګوي ځکه زیاتره کتابونه زمونږ د مسلک او دغه راز د نورو پوهنځیو مربوط دي، چې اوس یې نشتون زمونږ تدریسي بهیر ټکنی کړی او په کتاب پلورنځيو کې هم نه پیدا کیږي؛ زیاتره محصلین له انڼرنیټ څخه استفاده کوي، خو د هغه کتابونو ډانلوډ ورته په لوړه بیه تمامیږي په کار ده چې ځوانان زده کړو ته وهڅول شي نه دا چې په یوه او بله پلمه له زده کړو خوا بدي شي.»
په ورته وخت کې د پوهنتون استاد عبدالقیوم حیران هم مني چې د کتابونو هغه نوملړ چې طالبانو پرې بندیز لګولی په کې داسې مهم کتابونه هم شته چې نشتون یې محصلین له ستونزو سره مخ کړي او په تدریسي بهیر یې منفي اغیز کړی دی.
حیران زیاته کړه: «کوم کتابونه چې د بندیز نوملړ یې خپور شوی په کې د بېلابېلو پوهنځیو لپاره کتابونه هم شامل دي، چې اوس په بازار کې نه پیدا کېږي او محصلین اړ دي چې له انټرنیټ یې ترلاسه کړي، خو ټول محصلین بیا انټرنیټ ته لاسرسی هم نه لري؛ نو دا حالت د محصلینو پر روان منفي تاثیرات لري او دوی یو ډول خپل راتلوونکې ته ناهیلي کېږي په کار ده چې دا ډول بیځایه بندیزونه ختم شي.»
په همدې حال کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت مسوولین هم مني چې په هیواد کې یې د ځینو کتابونو پر چاپ، واردولو، پېر او پلور بندیز لګېدلی دی.
د یاد وزارت لپاره د طالبانو د خپرونو چارو مرستیال مولوي حیاتالله مهاجر فراهي وایي، د کتاب ارزونې لپاره یې ځانګړی کمېسیون ټاکلی دی.
نوموړی چې په خپله د دې کمېسیون مشري کوي زیاتوي، چې د یو شمېر کتابونو ارزونه یې ترسره کړې او له ډلې یې هغو کتابونو ته د چاپ اجازه ورکړل شوې، چې له اسلامي او افغاني ارزښتونو سره برابر وو.
د هغه په خبره د کتابونو هغه نوملړ چې پر پلور یې بندیز لګېدلی څه باندې ۴۰۰ عنوانه کتابونه دي.
فراهي وویل: «کوم کتابونه چې نوي چاپ کېږي د دې لپاره مونږ یو کمېسیون جوړ کړی او د دې کمېسیون له ارزونې وروسته به کتاب ته د چاپ اجازه ورکول کېږي او دغه راز هغه کتابونه چې په بازار یې یې پېر او پلور منعه دی هغه څه د پاسه ۴۰۰ کتابونه دي چې نوملړ یې شته، هیڅ هغه کتاب چې افغاني کلتور، اسلامي شریعت خلاف وي او په ځوانانو کې فتنه پیدا کوي اجازه نشته.»
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم طالبانو پوهنتونونو او دولتي ښوونځيو ته امر کړی وو، چې خپل کتابتونونه له هغه کتابونو خالي کړي چې د دوی خلاف او پر ضد یې خپاره شوي او پر ځای یې د «سیرت» کتابونه ځای پر ځای کړي.
طالبانو د خپلې څه باندې درې کلنې واکمنۍ پرمهال په افغانستان کې له دې سربېره د نجونو پر زده کړو هم بندیزونه لګولي او ورځ تربلې پرې د ژوند کړۍ تنګوي.