اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په روداتو ولسوالۍ کې یو پلار خپله پیغله لور وژلې ده.
د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طایب حماد وایي، چې یاده نجلۍ خپل پلار وروسته له هغه وژلې چې له یو سپینږیري سړي سره یې له واده انکار کړی و.
د حماد په خبره دغه پېښه تېره شپه (سې شنبه، ۲۱ د کب) د روداتو ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې وژل شوې نجلۍ ۱۶ کلنه او د قرانکریم حافظه وه، خو پلار یې د هغې له وژل کېدو وروسته له سیمې په تېښته بریالی شوی چې دوی یې د نیول هڅې پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د کورني تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوي چې ډیر قربانیانې یې نجونې وي.
له دې څه موده وړاندې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د یوې خبرپاڼې په خپره ولو سره ویلي و، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د نږدې پنځه سوه جبري نکاج ګانو مخه نیولې ده.