close
Photo: @UNICEFAfg

له افغانستان سره د مرستو کمښت؛ د خوارځواکو ماشومانو د درملنې ۱۸ مرکزونه وتړل شول

اطلاعات روز: د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (سیف دي چیلډرن) ویلي چې د بودجې د نشتون له کبله یې په افغانستان کې د ۱۸ روغتیایي مرکزونو ملاتړ ځنډولی او ۱۴ نور روغتیایي مرکزونه به د مالي ملاتړ د نشتون له وجې تر راتلونکې یوې میاشتې پورې وتړل شي.

دې سازمان پرون (سې‌شنبه، ۲۱ د کب) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د جنوري میاشتې پر مهال یې په ۳۲ کلینیکونو کې تر ۱۳۴ زره زیاتو ماشومانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کړي دي.

د ماشومانو د خوندتوب سازمان ویلي چې د دې روغتیایي مرکزونو کارمندان هغو ماشومانو ته روغتیایي خدمات وړاندې کوي چې په خوارځواکۍ اخته وي.

ډاکټر حنیف او همکاران یې د افغانستان په شمال کې د ماشومانو د خوندیتوب سازمان تر څار لاندې هره میاشت دوه زره او ۵۰۰ ماشومانو ته اړین روغتیایي خدمات وړاندې کوي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان په راپور کې ویل شوي چې شونې ده دا مرکز په راتلونکو څو اونیو کې وتړل شي او په سلګونو هغه ماشومان له روغتیایي خدماتو پرته پرېښوول شي چې په جدي توګه ورته اړتیا لري.

ډاکټر حنیف ویلي: «ټولنه [له کمښت] څخه سخته ناهیلې شوې. اوس مهال [په دې کلینیک کې] کې د ۱۳۵ خوارځواکو ماشومانو درملنه کېږي. که کلینیک وتړل شي، کورنۍ یې دومره مالي توان نه لري چې هغوی کوم دولتي یا خصوصي روغتون ته انتقال کړي، ځکه هغوی نشي کولای چې تر ټولو نژدې کلینیک ته هم د حمل و نقل لګښت پرې کړي.»

ده ویلي چې ډاکټران او نرسان ژمن دي چې څلور یا پنځه میاشتې له معاش پرته کار وکړي، ځکه چې ټولنه له دې اړینو خدماتو پرته دوام نشي کولای.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي چې د بهرنیو مرستو کمښت دا سازمان اړ کړی دی چې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د ژغورنې برنامې وځنډوي.

دې سازمان ویلي چې په ټوله نړۍ کې دولتونه د بهرنیو مرستو بودجې کموي او په افریقا، اسیا، لاتینه امریکا، اروپا او منځني ختیځ کې شاوخوا ۴۰ هیوادونه د امریکا د دولت د مرستو له ناڅاپي ودرېدو څخه اغېزمن شوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب سازمان ویلي چې د مرستو کمښت د میلیونونو ماشومانو د روغتیایي، تغذیوي او زده کړییزو برنامو لپاره یو ګواښ دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د مرستو کمښت د افغانستان پر خلګو پام وړ اغېز کړی او وبه یې کړي.

دې ویلي چې په تېره میاشت کې تر ۲۰۰ زیات روغتیایي مرکزونه تړل شوي او له کبله یې ۱.۸ میلیون وګړي اغېزمن شوي دي. د دې په وینا، د ماشومانو د خوارځواکۍ اړین خدمات هم محدود شوي دي.

سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ تر راتلو وروسته د امریکا مرستې ځنډیدلې دي. دا هیواد له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی هیواد و او د مرستو ځنډیدو له کبله په افغانستان کې په سلګونو مرستندویې موسسې تړل شوې دي.