close
Photo: RTA

نوې څېړنه: طالبان د امر بالمعروف له قانون څخه د قومي لږکیو د ځپنې لپاره کار اخلي

اطلاعات روز: یوه تازه څېړنه چې د «فراګیر» نومي بنسټ له لوري شوې، ښیي چې طالبان له خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون څخه په استفادې قومي لږکي په «ناعادلانه توګه هدف ګرځوي».

دا څېړنه چې تازه خپره شوې، پکې ویل شوي چې دا قانون په هغو سیمو کې په سختۍ پلی کېږي چې قومي لږکي پکې اکثریت دي.

فراګیر بنسټ ویلي چې دا څېړنه په «کیفي» توګه د افغانستان په شلو ولایتونو کې له ۲۰۰ ښځو سره د فردي او ډلییزو مرکو له لارې ترسره شوې او د ۲۰۲۴ میلادي کال له نومبر څخه بیا د ۲۰۲۵ کال تر جنوري پورې یې ارقام راغونډ شوي دي.

دې بنسټ ویلي چې د دې څېړنې د کولو لپاره یې د مدني ټولنې د غړو، د ښځو د حقونو د فعالانو، امنیتي کارپوهانو، حقوقپوهانو، ورځپاڼه لیکونکو او په بهر او افغانستان کې دننه د مېشتو پوهنتونوالو په شمول له لسو تخنیکي کسانو سره هم مرکې کړې دي.

له دې څېړنې سره سم، کومې ښځې چې د «څنډې ته کړل شویو ګڼو هویتونو» لرونکې وي، د طالبانو د امر بالمعروف قانون د پلي کېدو په وړاندې ډېري متضررې دي.

همدا راز په دې څېړنه کې ویل شوي چې ځوانې نجونې د لوړ عمر د ښځو په پرتله د طالبانو د محتسبینو له لوري په زیاته کچه په نښه کېږي او هغه کورنۍ نورې هم متضررې دي چې سرپرستې یې ښځې دي؛ ځکه دوی نشي کولای چې کار وکړي او یا هم له کوره دباندې ووزي.

له دې څېړنې سره سم، د دولت د پخوانیو کارمندانو او نظامیانو د کورنیو لپاره چې لا هم په افغانستان کې دي، ګواښونه زیات دي او له ناامنۍ سره مخ دي او هغوی اړ دي چې د طالبانو د تعقیب او ځورونې د مخنیوي لپاره پټ ژوند وکړي.

پر رواني روغتیا شدید اغېز

په دې څېړنه کې ویل شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د افغانستان د ښځو، ماشومانو او نجونو پر روغتیا شدید اغېز لري.

له دې څېړنې سره سم، کومې ښځې چې له زده کړو او کار څخه پاتې دي او د طالبانو د محدودیتونو له وجې اړې دي چې په کور کې ناستې دي، هغوی ویلي چې له خپګان، اضطراب او پرېشانۍ څخه کړېږي.

په دې تحقیق کې ویل شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له لوري پر ساده فعالیتونو لکه سندرې ویلو، په عمومي ځایونو کې په لوړ اواز په ټلیفون کې خبرې کولو، موسیقي اورېدلو، فلم لیدلو، اتڼ یا رقص کولو او یا هم د نوروز په څېر مناسبتونو کې جشن لمانځلو باندې بندیز د ښځو او ماشومانو پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی دی.

د دې څېړنې لیکوالانو ویلي چې نارینه‌وو هم راپور ورکړی چې د مالي ستونزو او د طالبانو له لوري د لګول شویو بندیزونو له امله له پرېشانۍ او خپګان سره مخ دي.

د څېړنې لیکوالان وایي، د دوی موندنه داده چې طالبان هغه نارینه مجازاتوي چې د کورنۍ ښځې یې د دې ډلې قوانین نقض کړي او دې چارې په منفي توګه د نارینه‌وو پر رواني روغتیا منفي اغېز کړی او له امله یې پر ښځو څار او کنټرول زیات شوی دی او تر کورونو پورې محدودې شوې دي.

له څېړنې سره سم، په افغانستان کې د رواني روغتیا حمایتونه محدود او اکثریت افراد ورته لاسرسی نه لري او بې باوري او د طالبانو له لوري وېره د دې لامل شوې ده چې متضررې میرمنې کلینیکونو ته مراجعه ونه کړي او یا هم له روغتیاپالانو او مشاورینو سره له ازادو خبرو کولو ډډه وکړي.

په ټولنه کې د څار زیاتوالی

د فراګیر بنسټ په څېړنه کې همدا راز ویل شوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تر تصویبېدو وروسته په ټولنه کې د څار کچه لوړه شوې او د طالبانو ګڼ شمېر محتسبین په لارو او کوڅو کې ګرزي او ښځې ځوروي.

له دې څېړنې سره سم، ګډونوالو راپور ورکړی دی چې د ځینو تخلفاتو لکه د نازک حجاب اغوستلو، له ماسک څخه استفاده نه کولو او یا هم په یوازې ځان سفر کولو له امله یې لیدلي چې ښځې نیول شوې، وهل شوې او په عام محضر کې پرې تعرض شوی دی.

لیکوالانو ویلي چې د طالبانو د محتسبینو له لوري دوامدارې ځورونې د ښځو او د هغوی د کورنیو په زړه کې ژوره وېره پیدا کړې او د هغوی ازادي یې محدوده کړې او په کورونو کې یې بندیوانې کړې دي.

دوی ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون همدا راز کورنۍ او ټولنې هڅولې دي چې د دې قانون د پلي کوونکو په توګه عمل وکړي.

د دوی په وینا، ښځې له دې وېرېږي چې د ګاونډیانو له لوري به یې په تړاو طالبانو ته راپور ورکړل شي او دې وضعیت په ټولنه کې بې باوري راپیدا کړې او ټولنیز جوړښت یې پاشلی دی او په ښځو کې یې د انزوا احساس زیات کړی.

د طالبانو عدلیې وزارت د روان لمریز کال د زمري میاشتې په وروستیو کې اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر هبت الله اخوندزاده امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون توشیح کړی او دا قانون په رسمي جریده کې خپور شوی او نافذ دی.

په دې قانون کې د ښځو د ټول بدن پوښل لازمي شوي او د ښځو غږ د «عورت» برخه ګڼل شوی او له کوره دباندې یې اورېدل منع شوي دي.

په دې قانون کې همدا راز د وګړو د خصوصي ژوند پر نورو اړخونو هم پراخ بندیزونه لګول شوي دي.

بېلابېلو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د دې قانون توشیح کول غندلي او د هغه لغو کېدل یې غوښتي، خو طالبان لا هم دا قانون پلی کوي او له دې سره سم د افغانستان پر وګړو لا زیات بندیزونه او محدودیتونه لګوي.