close
Photo: @WhiteHouse

ټرمپ د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو اتباع امریکا ته له سفر کولو منع کوي

اطلاعات روز: رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د افغانستان په ګډون د لسګونو هیوادونو پر وکړو د سفر محدودیتونه لګولو پر سر غور کوي.

رویټرز د لیدل شوي سند پر اساس لیکلي، چې ټولټال ۴۱ هیوادونه په دریو جلا نوملړونو ویشل شوي دي.

د لسو هېوادونو په لومړي سر کې افغانستان، ایران، سوریه، کیوبا او شمالي کوریا شامل دي، چې د اتباعو لپاره به یې د امریکا ویزې په بشپړ ډول وځنډول شي.

په دویم نوملړ کې کې پنځه هېوادونه – اریتریا، هایټي، لاووس، میانمار او جنوبي سوډان – له جزوي تعلیق سره مخ دي، چې د ځینو استثنایي موارو پرته به د سېلاني، زده‌کړیزو او نورو مهاجرتي ویزو پر ورکړې اغېز ولري.

په ترلاسه شوي سند کې راغلي چې په دریم نوملړ کې ټولټال ۲۶ هېوادونه، چې بلاروس، پاکستان او ترکمنستان یې هم برخه دي، که د دوی حکومتونه «په ۶۰ ورځو کې د تشو د حل لپاره هڅه ونه کړي، نو د امریکا ویزې ورکول به د دوی د وګړو لپاره وځنډول شي.»

یوه امریکایي چارواکي د نوم نه یادولو په شرط ویلي، چې ممکن په دې لېست کې بدلونونه راشي او دا لېست لا هم د حکومت په ځانګړي ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، لخوا نه دی تایید شوی.

د ټرمپ د کابینې یو شمېر غړو ته امر شوی چې د هغو هیوادونو لیست وسپاري چې له هغې څخه باید د مارچ تر ۲۱مې پورې سفر په جزوي یا بشپړ ډول وځنډول شي.

نیویارک ټایمز د لومړي ځل لپاره د دغو هیوادونو لیست خپور کړی دی.

د جنوري په ۲۰مه، ټرمپ یو اجرایوي فرمان صادر کړ چې له مخې به یې د هر بهرني وګړي لپاره چې متحده ایالاتو ته د ننوتلو په لټه کې وي امنیتي پلټنې سختې شي.

ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې د مسلمان اکثریت لرونکو هیوادونو پر اتباعو ورته محدودیت لګولی و.

هغه اراده لري چې امریکا ته د افغانانو د ننوتلو مخه ونیسي په داسې حال کې چې زرګونه افغان وګړي چې له امریکایي ځواکونو او ادارو سره یې کار کړی د امریکا د ګډوالۍ ویزو ترلاسه کولو ته انتظار باسي. دا خلک د ډونالډ ټرمپ له واک ته رسېدو راهیسې له نامعلوم برخلیک سره مخ شوي دي.