اطلاعات روز: په داسې حال کې چې پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې په بلوچستان ایالت کې پر جعفر ایکسپریس اورګاډي بریدګر په افغانستان کې له خپلو رهبرانو سره په اړیکه کې وو، مګر بل پلو د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا بې بنسټه ګڼلې او رد کړې یې ده.
د پاکستان پوځ پرون په یوه اعلامیه کې وویل چې اطلاعاتي راپورونه په ډاګه کوي چې دا برید په افغانستان کې د «فعالې ترهګرې کړۍ» د مشرانو له لوري سازماندهي او رهبري شوی او دې کړۍ د برید پر مهال له بریدګرو سره نېغ په نېغه اړیکه درلوده.
د «بلوڅ ازادي غوښتونکي ځواک» وسلوالو د سېشنبې په ورځ پر جعفر ایکسپریس تېز تلونکي اورګاډي چې ۴۰۰ سپاره پکې وو د بلوچستان په بولان سیمه کې برید وکړ.
د پاکستان پوځ پرون د عملیاتو د پای ته رسېدو خبر ورکړ او ویې ویل چې ټول ۳۳ «ترهګر» وژل شوي او یرغمل کسان خوشي کړل شوي دي.
مګر بل پلو بلوڅ بېلتون غوښتونکو ادعا کړې ده چې دوی ټول یرغمل شوي دولتي کسان تر هغه وروسته ووژل چې د پاکستان د حکومت له لوري یې غوښتنې ونه منل شوې.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو عمومي مدیر احمد شریف چودري ویلي چې ۲۱ مسافر د تصفیې تر عملیاتو وړاندې د «ترهګرو» له لوري وژل شوي وو، خو د عملیاتو پر مهال یرغمل شویو کسانو ته زیان نه دی اوښتی.
ده ویلي چې «ترهګر» د تصفیې د عملیاتو پر مهال په افغانستان کې له خپلو طراحانو سره د سټلایټ له لارې په اړیکه کې وو.
د جیونیوز له راپور سره سم، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان نن (پنجشنبه، ۲۳ د کب) په خپله اونیزه خبري غونډه کې وویل: «هند په پاکستان کې په ترهګرۍ کې لاس لري. پر جعفر ایکسپریس په برید کې ترهګر په افغانستان کې د خپلې رهبرۍ له کړۍ سره په اړیکه کې وو.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې چې تعقیب شوي تماسونه د بریدګرو او افغانستان تر منځ اړیکه تاییدوي.
ده ویلي: «ترهګر په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري او پاکستان په ځلونو د افغانستان له موقت حکومت څخه غوښتي چې د بلوڅ یاغیانو په څېر د ترهګرو ډله مخه ونیسي چې له خاورې یې استفاده ونه کړي.»
ده همدا راز ویلي چې پاکستان په عامه توګه د ډیپلوماټیکو تماسونو په تړاو بحث نه کوي، خو په پر له پسې توګه یې له افغانستان سره د داسې پېښو د تړاو دقیق شواهد شریک کړي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه ویلي چې دا ډله له پاکستاني اړخه غواړي چې د داسې غیر مسوولانه څرګندونو پر ځای د خپلو امنیتي او داخلي ستونزو پر حل تمرکز وکړي.
ده ویلي چې د بلوڅ یاغیانو هیڅ غړی په افغانستان کې نشته او له طالبانو سره یې نه اړیکه درلوده او نه یې لري.
بلخي لیکلي چې طالبان په وروستي برید کې د بې ګناه وګړو پر وژل کېدو خواشیني دي او د سیاسي موخو لپاره د ملکیانو قرباني کول د توجیه وړ نه دي.
پاکستان تر دې وړاندې هم په ځلونو ادعا کړې ده چې په دې هیواد کې کېدونکي بریدونه له افغانستان څخه پلانېږي.
د پاکستاني چارواکو په وینا، په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې بریدونه زیات شوي دي.
اسلام اباد وایي چې د پاکستان مخالفې وسلوالې ډلې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پټنځایونه لري.