اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش «له اسلام څخه د وېرې پر وړاندې د مبارزې نړۍوالې ورځې» په مناسبت ویلي، چې «موږ د مسلمانانو پر وړاندې د تعصب په برخه کې د اندیښنې وړ زیاتوالي شاهدان یو».
هغه نن (شنبه، ۲۵ د کب) ایکس کې پر خپله پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي، چې ډیری مسلمانان د رد کیدو له ویرې روژه په تبعیض او حتا تاوتریخوالي سره لمانځي.
هغه ویلي، چې د مسلمانانو پر وړاندې نژادي سپکاوی، تبعیضي تګلارې او په مذهبي ځايونو کې د خلکو پر وړاندې په ښکاره ډول تاوتريخوالي دغه ستونزې لاپسې زیاتې کړې دي.
ګوتریش زیاتوي، چې د مسلمانانو پر ضد تعصب د زغم نشتوالی او د مذهبي ډلو او زیان منونکو ټولنو پر ضد د بریدونو له یوې پراخې ستونزې څخه یوه برخه ده.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وایي، «راځئ چې له اسلام څخه د وېرې پر وړاندې د مبارزې په ورځ د مساواتو، بشري حقونو او انساني وقار د ساتلو لپاره په ګډه کار وکړو».
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د ۲۰۲۲ زیږدیز کال کې د مارچ ۱۵مه «له اسلام څخه د وېرې پر وړاندې د مبارزې نړۍواله ورځ ونوموله».
دا ورځ د پاکستان پر وړاندیز او د اسلامي همکارۍ سازمان په استازیتوب نومول شوې ده.