اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د ښار په لومړۍ حوزه کې د محمد قسیم په نوم یو ځوان د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژلی دی.
د سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې قسیم شاوخوا ۴۰ کاله عمر درلود او د تېرې پنجشنې ماښام (۲۳ د کب) یې د یادې حوزې اړوند «کابل شاه» سیمه کې د خپل کور سره نږدې ځان زندۍ کړی دی.
سرچینه زیاتوي، نوموړی له یوې خوا د اقتصادي ستونزو سره مخ او له بلې خوا سخت پوروړلی و، چې له همدې کبله یې خپل ژوند پای ته رسولی دی.
په سیمه کې یوه بله سرچینه هم دغه پیښه تاییدوي او وایي، چې د یاد کس جسد یې د کورنۍ غړو موندلی او په اړه یې طالب امنیتي مسوولینو ته خبر ورکړی، خو ځایي طالبانو تر اوسه په دې اړه معلومات نه دي ورکړي.
د طالبانو بیاځل واکمنیدو وروسته هېواد کې بې کاري، بې وزلي او اقتصادي ستونزې زیاتې شوي، چې له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ او یو شمیر یې بیا په داسې کړنو لاس پورې کوي.