close

په بلوچستان کې د پاکستاني نظامیانو پر کاروان برید؛ لږ تر لږه یوولس تنه وژل شوي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دې هیواد په بلوچستان ایالت کې پر یوه نظامي کاروان د برید په ترڅ کې یوولس تنه پوله ساتي عسکر وژل شوي او ۲۱ نور ژوبل شوي دي.

د ډان ورځپاڼې له راپور سره سم، دا برید نن (یکشنبه، ۲۶ د کب) د بلوچستان ایالت په «نوشکي» سیمه کې پر لویه لار ترسره شوی دی.

د پاکستان پولیسو ویلي چې یوه ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو ډک موټر د پاکستاني ځواکونو له کاروان سره ټکر کړی دی.

دا کاروان د پاکستان له کویټې ښار څخه تفتان سیمې ته روان و چې په نښه شوی دی.

خراسان ډایري رسنۍ راپور ورکړی دی چې «بلوڅ بیلتون غوښتونکي پوځ» د دې برید مسوولیت منلی دی.

همدا راز بلوڅ بېلتون غوښتونکو په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دې برید کې یې شاوخوا ۹۰ پاکستاني سرتېري وژلي دي. دوی ویلي چې تر ځانمرګي برید وروسته یې وسلوال برید هم کړی دی او له امله لسګونو پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دې ډلې یوه اونۍ وړاندې د بلوچستان په بولان سیمه کې پر یوه اورګاډي هم برید کړی و چې ۴۴۰ مسافر پکې سپاره وو.

وسلوالو پر اورګاډي تر برید وروسته په سلګونو مسافر یرغمل نیولي وو او د هغوی د برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۵ تنه چې ۱۸ یې پاکستاني امنیتي سرتېري وو، ووژل شول.

د پاکستان پوځ تر دې برید ۴۸ ساعتونه وروسته اعلان وکړ چې د ژغورنې عملیات د ۳۳ «ترهګرو» تر وژلو او د یرغمل شویو کسانو تر خوشي کېدو وروسته پای ته رسېدلي دي.