close

فراه کې یو کس ځان ځړولی

اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچينې وايي، چې د دې ولايت په خاک سفيد ولسوالۍ کې يو کس ځان په يوې ونې پورې ځړولی او ژوند ته يې د پای ټکی ايښی دی.

یوې سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغه کس تېره شپه (شنبه، ۲۵ د کب) د خاک سفید ولسوالۍ اړوند «درنج» کلي کې ځان وژلی دی.

سرچينه څرګندوي، یاد کس تېره شپه د یو بل کس سره ميلمه و، چې تر ويده کيدو وروسته له کوټې بهر شوی او ځان يې په يوې ونې پورې ځړولی دی.

سرچينه وايي، وژل شوی کس اصلي د هلمند د نوزاد ولسوالۍ اوسیدونکی دی، چې جسد یې د فراه ولایتي روغتون ته انتقال شوی دی.

سرچینې د یاد کس د بشپړ هویت او د دې وژنې د لامل په اړه معلومات څرګند نه کړل.

په دې وروستیو کې د هیواد په سویل کې د ځان وژنې پیښې زیاتې شوي.

له دوه ورځې وړاندې بیا په کندهار کې یو ۴۰ کلن کس د اقتصادي ستونزو له کبله ځان وژلی و.