close

د تورخم درازې پرانېستلو په اړه نن بیا د افغان او پاکستاني سوداګرو ناسته کېږي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، ټاکل شوې چې د تورخم دروازې د پرانیستلو په موخه نن یو ځل بیا د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ ناسته ترسره شي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې نن (دوشنبه، ۲۷ د کب) د تورخم دروازې د پرانېستل کېدو په موخه د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ په تورخم ښارګوټي کې دویمه ناسته کېږي.

د هغه په وینا، دا ناسته د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په مشرۍ برابره شوې، چې له افغان لوري به ٢٧ سوداګر او له پاکستاني لوري ٣٧ سوداګر او قومي مشران پکې ګډون وکړي.

بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مومند ویلي، د تورخم د دروازې د تړل کېدو له کبله هره ورځ د دواړو لوریو سوداګرو ته ۳میلیون ډالر زیان رسیږي.

هغه له افغان سوداګرو سره په خپلمنځي ناسته کې ویلي، له پاکستاني سوداګرو سره په ناسته کې دواړه لوري باید دې پایلې ورسیږي، چې د ډېرو زیانونو اوښتو د مخنیوي لپاره باید حکومتونو ته قناعت ورکړل شي، چې په سیمه کې اوربند وشي او لار باید بې قیده او شرطه خلاصه شي.

د افغان او پاکستاني سوداګرو ترمنځ دا ناسته داسې مهال کېږي چې تر دې څو ورځې وړاندې هم د دواړو لوریو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانېستل‌کېدو په موخه لومړۍ ناسته بې‌پایلې او دویمه ناسته هم لغوه شوې وه.

نږدې ۲۵ ورځې کېږي چې د تورخم دروازه د هر ډول تګ‌راتګ پرمخ تړل شوې چې له امله یې، دواړو لوریو ته له توکو بار سلګونه موټر ولاړ دي او د یادې لارې مسافر هم له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.