اطلاعات روز: د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې افغان او پاکستاني سوداګر او قومي مشران د تورخم دروازې پرانېستو په اړه هوکړې ته سره رسېدلي دي.
د دې جرګې غړی او د ننګرهار د سوداګرۍ خونې د دارلانشاء ریيس غلام مصطفی رحیمي وویل، چې نن (دوشنبه، ۲۷ د کب) په تورخم کې افغان او پاکستاني سوداګرو په ګډه ناسته کې هوکړه شوې چې تورخم به د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانېستل شي.
د هغه په خبره ټاکل شوې چې د تورخم دروازې پرانېستل کېدو په اړه د ترتیباتو کولو په موخه د همغږۍ ناسته هم نن ناوخته ترسره شي، چې له مخې به یې سبا سې شنبه (۲۸ د کب) د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ پرمخ پرانېستل شي.
د افغان او پاکستاني سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ دا ناسته داسې مهال هوکړې ته رسېدلې، چې تر دې څو ورځې وړاندې هم د دواړو لوریو ترمنځ د تورخم دروازې د پرانېستلکېدو په موخه لومړۍ ناسته بېپایلې او دویمه ناسته هم لغوه شوې وه.
د تورخم دروازه له څه کم یوې میاشتې راهېسې پاکستاني لوري د طالبانو د امنیتي پوستو د جوړولو په غبرګون کې تړلې وه، چې له کبله یې نه یوازې دواړو خواوو ته په سلګونه ناروغان، ښځې او ماشومان بند پاتې وو، بلکې په لویه کچه یې سوداګرو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.