اطلاعات روز: په افغانستان کې نړیوال روغتیایي سازمان خبرداری ورکړی چې د بودجې د کمښت له امله به په افغانستان کې هغه ۸۰ سلنه اړین روغتیايي خدمتونه بند شي چې دا سازمان یې ملاتړ کوي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د روان میلادي کال د مارچ تر څلورمې نېټې پورې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه د بودجې د کمښت له امله تړل شوي او په ۲۵ ولایتونو کې ۱.۶ میلیون خلکو ته مهم روغتیايي خدمتونه پرې شوي دي.
دې سازمان خبرداری ورکړی چې که سمدستي مداخله ونه شي، شونې ده چې د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې به تر ۲۲۰ زیات نور مرکزونه هم وتړل شي او ۱.۸ میلیون نور خلک به لومړنیو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په شمال، لوېدیځ او شمال ختیځ افغانستان کې له درېیمې برخې څخه زیات روغتیايي مرکزونه مرکزونه تړل شوي او دا د یوه ژر پېښېدونکي انساني کړکېچ خبرداری ورکوي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د روغتیايي مرکزونو په تړل کېدو سره به میلیونونه خلک، په تېره بیا زیانمنېدونکې ډلې لکه ښځې، ماشومان، زاړه، کډوال او بېرته راستنېدونکي به مهمو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی ونه لري.
د روغتیا نړیوال سازمان استازي او په افغانستان کې د دې سازمان د ماموریت مشر ډاکټر اډوین سنیزا سالوادور ویلي چې د [روغتیایي مرکزونو] ا تړل کېدل یوازې په راپورونو کې شمېرې نه دي، «بلکې دا د هغو میندو نښه ده چې [نور له روغتیایي پلوه] خوندي زېږون نه شي کولی، د هغو ماشومانو څرګندونه کوي چې ژوند ژغورونکی واکسین له لاسه ورکوي او ټولې هغه ټولنې ښیي چې د وژونکو ناروغیو د خپرېدو په وړاندې خوندي نه دي».
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې افغانستان اوس مهال له څو روغتیايي بیړنیو حالاتو سره لاس او ګرېوان دی چې په دې کې شری، ملاریا، ډینګي تبې، پولیو او د کریمه یا کانګو وینې بهېدونکې تبه شاملېږي.
د دې سازمان په وینا، له فعالو روغتیايي تاسیساتو پرته، د دې ناروغیو د کنټرول هڅې به په جدي ډول له خنډ سره مخ شي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال په لومړیو دوو میاشتو کې د شري د ۱۶ زره شکمنو پېښو راپور ورکړل شوی دی چې ۱۱۱ پکې مړینې دي.
د دې سازمان په وینا، د خوندیتابه د ټیټې کچې له امله، ماشومان د مخنیوي وړ ناروغیو او مړینې له ګواښ سره مخ دي.
د روغتیا نړیوال سازمان یادونه کړې چې د همغږۍ په میکانیزمونو کې ګډوډي د دې لامل کېږي چې د دې سازمان روغتیايي شریکان د ناروغیو د خپرېدو له تعقیب، د سرچینو له تخصیص او اړینو خدماتو له وړاندې کولو راوګرزول شي او په دې سره دا ګواښ را منځ ته کېږي چې د روغتیايي خدماتو له منځه تلونکی سیسټم به هیواد یوه لا ژور کړکېچ ته بوزي.
دې سازمان زیاته کړې چې که څه هم ځینې تمویل کوونکي د افغانستان د روغتیایي سکټور ملاتړ ته دوام ورکوي، خو اړتیاوې لا هم خورا زیاتې دي او اوسنی ملاتړ د میلیونونو خلکو لپاره د اړینو روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره کافي نه دی.
په افغانستان کې د دې سازمان مشر ویلي: «دا یوازې په مالي مرستو پورې اړه نه لري. دا یو بشري بیړنی حالت دی چې په افغانستان کې د روغتیايي نظام د پیاوړتیا لپاره د کلونو پرمختګ له ګواښ سره مخ کوي.»
هغه خبرداری ورکړی، هره ورځ چې پرته له ملاتړه تېرېږي له امله یې نور کړاوونه او د مخنیوي وړ مرګونه پېښېږي او همدا راز د هیواد د روغتیایي خدماتو بنسټونو ته پایدار زیان اړوي.
سپینې ماڼۍ ته د ډونالډ ټرمپ په راتلو سره له افغانستان سره د امریکا مرستې وځنډیدې، دا هیواد له افغانستان سره تر ټولو ستر مرسته کوونکی و.
د امریکا د مرستو بندېدل په افغانستان کې د لسګونو مرستندویه بنسټونو د تړل کېدو لامل شو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رزا اوتنبایوا هم وروستیو کې د امنیت شورا په غونډه کې وویل چې د مرستو د بودجې کمښت د افغانستان پر خلکو پام وړ اغېز کړی او لا به یې هم ولري.
هغې زیاته کړې چې تېره میاشت تر ۲۰۰ زیات روغتیايي مرکزونه تړل شوي چې له امله یې ۱.۸ میلیون خلک اغېزمن شوي دي. د هغې په وینا، د ماشومانو لپاره د سوء تغذیې اړین خدمتونه هم محدود شوي دي.
د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (سیف د چیلډرن) هم اعلان کړی چې د بودجې د کمښت له امله په افغانستان کې د دې سازمان په ملاتړ چلېدونکي ۱۸ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او که مالي ملاتړ تر لاسه نه کړي نو ۱۴ نور روغتیايي مرکزونه به هم د یوې میاشتې په اوږدو کې وتړل شي.