اطلاعات روز: د طالبانو د احصائیې او معلوماتو ادارې له شمېرو سره سم، افغانستان د سلواغې میاشتې پر مهال د ۱۴۴.۲ میلیون ډالرو صادرات کړي دي. دا شمیرې د مرغومي او لیندۍ میاشتو په پرتله ۴۶ میلیونه کمښت ښیي.
د احصائیې ادارې له شمېرو سره سم چې نن (دوشنبه، ۲۷ د کب) خپرې شوې، د ۱۴۰۳ کال د مرغومې میاشتې پر مهال د هیواد ټول صادرات ۱۶۲،۲ میلیون ډالره وو او د ارقامو شننه څرګندوي چې د سلواغې میاشتې پر مهال ۱۸ میلیون ډالره کم شوي دي.
د احصائیې ادارې له شمېرو سره سم، په مرغومې میاشت کې د افغانستان صادرات د تېرې لیندۍ میاشتې په پرتله هم ۲۸ میلیون ډالره کم شوي وو.
افغانستان تر ټولو زیات صادرات په ترتیب سره هند، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته کوي.
وچې او تازه میوې، سبزي، طبي نباتات او معدني مواد د افغانستان صادراتي توکي دي.
په سلواغې میاشت کې د وارداتو کمښت
د افغانستان د احصائیې او معلوماتو ادارې له شمېرو سره سم، د سلواغې میاشتې پر مهال د هیواد واردات هم د تېرې میاشتې په پرتله ۲۱.۱ میلیون ډالر کم شوي دي.
د دې ادارې په وینا، د سلواغې میاشتې پر مهال د افغانستان ټول واردات یو میلیارد او ۷۶ میلیون ډالره وو، په داسې حال کې چې د مرغومې میاشتې پر مهال ټول واردات د یو میلیارد او ۹۷ میلیون ډالرو دي.
د احصائیې او معلوماتو ادارې شمیرې په ډاګه کوي چې د مرغومې میاشتې پر مهال د افغانستان د وارداتو کچه د لیندۍ میاشتې په پرتله ۵۵.۷ میلیون ډالره زیاته شوې ده. د دې ادارې په وینا، د لیندۍ میاشتې پر مهال د افغانستان د وارداتو کچه یو میلیارد او ۴۱.۵ میلیون ډالره وه.
افغانستان تر ټولو زیات واردات له ایران، چین او پاکستان څخه کوي.
د احصائیې ادارې په وینا، هیواد ته په واردېدونکو توکو کې نفتي مواد او روغنیات تر هر څه زیات دي او تر دې وروسته ماشین الات، ټرانسپورټي وسایط او پرزې، غنم، وړه او وروسته په دویمه، درېمه او څلورمه درجه کې منسوجات دي.