close
Photo: captured from a video on @SR_Afghanistan

ریچارډ بېنټ د نجونو پر زده کړو د طالبانو دوامدار بندیز جنسي ځورونه وبلله

اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارډ بېنټ وايي، چې نجونې او ښځې د طالبانو لخوا د جنسي ځورونې له امله له زده کړې څخه محرومې دي.

هغه نن (شنبه، ۲ د وري) سهار ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي: «حساب ورکول اړین دي، لکه څنګه چې جامع زده کړې د بشري حقونو د درناوی درس  ورکوي.»

نوی ښوونیز کال د تېرې پنجشنبې په ورځ پیل شو، خو افغان نجونې لاهم له ښوونځي محرومې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د دوامدار بندیز سره، شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوې، چې دې سره یې شمیر ۲.۲ مېلیونو ته ورسید.

د یونیسف اجرایوي مدیرې کاترین راسل نن (شنبه، ۲ د وري) په یوې بیانیه کې ویلي، چې د نجونو پر زده کړو بندیز د مېلیونونو افغان نجونو راتلونکي ته زیان رسوي.

هغې یادونه کړې چې که چیرې دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو له څلورو مېلیونو څخه ډیرې نجونې به د لومړني ښوونځي هاخوا د زده کړې له حق څخه محرومې شي.

کاترین راسل پر زده کړو د بندیز پایلې د دې نجونو او افغانستان لپاره ناورینونکې بللې دي.

د هغې په ​​وینا، دا بندیز به د هیواد په روغتیایي سیسټم، اقتصاد او راتلونکي منفي اغیزه وکړي.