close

متقي د پاکستان له ځانګړي استازي سره په کتنه کې؛ د ترانزیټي لارو او سوداګرۍ برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق سره په کتنه کې د دغه هیواد له لوري د تورخم دروازې تړلو ته په اشارې ویلي، چې په ترانزیټي لارو او سوداګرۍ برخو کې خنډونه د هیڅ لوري په ګټه نه دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، چې ښاغلي متقي نن (شنبه، ۲ د وري) په کابل کې د پاکستان له ځانګړي استازي سره کتلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې پر دوه اړخیزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو، ترانزيټ او ولسونو تر منځ په تګ راتګ خبرې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، چې د دواړو هیوادونو ترمنځ مسایل باید یو له بل سره ونه تړل شي.

هغه دغه راز زیاته کړې، چې په پاکستان کې میشت افغان کډوال باید د جبري ویستلو پر ځای په تدریج او عزت سره خپل هیواد ته راستانه کړای شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لیکلي، چې د پاکستان ځانګړي استازي په دې غونډه کې په افغانستان کې امنیت د پاکستان او سیمې په ګټه بللی دی.

دغه وزارت زیاته کړې چې محمد صادق ژمنه وکړه چې افغان اتباعو ته د ویزې ورکولو، پاکستان ته د دوی د سفر اسانتیاوو برابرولو او د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخو کې د شته ستونزو د حل لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.

د دغه د وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو خواوو د ستونزو د حل لپاره د ګډو غونډو او د پلاوو په تګ راتګ ټینګار کړی دی.

د پاکستان ځانګړی استازی پرون کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې د طالبانو له چارواکو سره د لیدنې سربیره به د دواړو هېوادونو ترمنځ په ګډه سرحدي غونډه کې ګډون وکړي.

دا سفر داسې مهال کېږي، چې پاکستان د طالبانو لخوا د سرحدي تاسېساتو د جوړولو په اعتراض کې د تورخم پوله د شاوخوا یوې میاشتې راهیسې د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

دا لاره نن په بشپړه توګه د مسافرو، سوداګرۍ او ترانزیټ پرمخ پرانیستل شوه.

پاکستان همدارنګه ادعا کړې چې د جعفر ایکسپریس په اورګاډي برید او د دغه هیواد په سرحدي سیمو کې د یو شمیر نورو بریدونو پلان جوړونکي په افغانستان کې دي او د افغانستان خاوره د هغه هیواد پر ضد کارول کېږي.

طالبانو بیا په وار وار دغه ډول ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د افغانستان له خاورې څخه هیڅ هیواد ته ګواښ نشته دی.