close

طالبان: افغانستان په ۱۴۰۳ کال کې یو میلیارد او ۷۸۵ مېلیونه ډالرو په ارزښت صادرات کړي

اطلاعات روز: د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې افغانستان په ۱۴۰۳ لمریز کال کې د ۱.۷۸۵ میلیارد ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي دي.

د دغه وزارت ویاند اخوندزاده عبدالسلام جواد نن (یکشنبه، ۳ د وري) ویلي، چې سږ کال د افغانستان د وارداتو ارزښت ۱۱.۱۶۴ میلیارد ډالرو ته رسیدلی دی.

هغه زیاته کړې چې افغانستان تر ټولو زیات صادرات پاکستان، هند، متحده عربي امارات، ازبکستان، ایران، قزاقستان، چین، ترکیې، عراق او تاجکستان ته کړي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د ویاند په وینا، کرنیز محصولات لکه انځر، پنبه او ممیز د هیواد لوی صادراتي توکي جوړوي، خو د غالیو، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو صادرات هم مخ په زیاتیدو دي.

اخوندزاده عبدالسلام جواد وايي، چې په ۱۴۰۳ کال کې افغانستان تر ټولو زیات توکي له ایران، متحده عربي اماراتو، پاکستان، چین، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان، روسیې، هند او مالیزیا څخه وارد کړي دي.

هغه زیاتوي چې د ډیزل تیل، پټرول تیل، د غنمو اوړه، د موټرو پرزې، مایع ګاز، د پنبې ټوکر، طبي بوټي، غوړي او وریجې د هیواد ترټولو لوی وارد شوي توکي جوړوي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند وایي، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال په ترڅ کې د هېواد د سوداګرۍ بهیر «مثبت بدلونونه» کړي ، خو د دې بدلونونو او د سوداګریز بیلانس په اړه یې جزیات نه دي ورکړي.

  د احصایې او معلوماتو ادارې په وینا، افغانستان په ۱۴۰۲ کال کې د ۸.۵۷۶ ملیارد ډالرو په ارزښت واردات او د ۱.۷۷۷ ملیارد ډالرو په ارزښت صادرات کړي دي.

د وروستیو دوو کلونو د شمېرو پرتله کول ښیي چې د افغانستان صادرات یو څه زیات شوي، په داسې حال کې چې واردات یې دوه میلیارد او ۵۸۸ میلیونه ډالره لوړ شوي دي.

خو، له دې سره سره د افغانستان د سوداګریز بیلانس کسر په ۱۴۰۳ لمریز کال کې نهه میلیارد او ۳۷۹ میلیونه ډالرو ته رسېدلی دی، په داسې حال کې چې دا کسر په ۱۴۰۲ کال کې شپږ میلیارده او ۷۹۸ میلیونه ډالره اعلان شوی و.