اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دې ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې «ناپېژانده وسلهوالو» یو ۲۸ کلن ځوان په ډزو وژلی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې پېښه تېره شپه (یکشنبه، ۵ د وري) د مومندرې ولسوالۍ اړوند «ګردي دامان» سیمه کې رامنځته شوې.
د سرچینې په خبره وژل شوی ځوان زمان شاه نومېده او په اصل د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې تېره شپه له مسجد څخه کور ته د ستنېدو پرمهال د وسله والو تر برید لاندې راغلی او وژلی یې دی.
په ورته مهال ځایي طالبانو هم د وټساپ په یوه ګروپ کې یاده پېښه تایید کړې او زته کړې یې ده، چې د وژل شوي کس جسد یې د مومندرې ولسوالۍ باسول سیمې روغتیایي مرکز ته انتقال کړی دی.
دغه پېښه داسې مهال کېږي چې د ننګرهار ولایت په ګډون د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې د ناپېژانده وسلهوالو له لوري وژنې ډېرې شوي چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.