close

د پاکستان لومړي وزیر ته د امریکا د پناه غوښتونکو لیک: «افغانستان ته زموږ د ایستلو مخه ونیسئ»

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د پاکستان له خوا د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو د وتلو وروستۍ نیټه نږدې کېږي، یو شمېر افغان کډوالو چې په متحده ایالاتو کې د بیا میشتیدنې په تمه دي، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ته لیک لیږلی او غوښتنه یې کړې چې د دوی د نیولو او ایستلو مخه دې ونیسي.

د ډان ورځپاڼې په وینا، په دې لیک کې دوی د پاکستان له لومړي وزیر څخه غوښتي چې د هغو کډوالو د ایستلو لړۍ دې سمدلاسه ودروي چې د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې د متحده ایالاتو لخوا تر بررسۍ لاندې یا تایید شوي او یا هم د متحده ایالاتو د کډوالو د داخلې پروګرام (یو‌اس‌آر‌ای‌پي) کې منل شوي دي.

د لیک لاسلیک کوونکو ویلي، چې د پاکستان د حکومت لخوا د افغان کډوالو د ایستلو پریکړه به د متحده ایالاتو د ځانګړي مهاجرت ویزې (اس‌آی‌وي) پر غوښتونکو، هغه اشخاصو چې د متحده ایالاتو د کډوالو د داخلې پروګرام (یو‌اس‌آر‌ای‌پي) ته راجع شوي او د بشري مرستو د داخلې غوښتونکو باندې منفي اغیزه وکړي.

دوی زیاته کړې چې دا ټول خلک متحده ایالاتو ته د کډوالۍ په قانوني لاره روان دي او د دوی غوښتنلیکونه تر بررسۍ لاندې یا تایید دي.

دې کډوالو ویلي، چې ډیری افغان کډوال چې په پاکستان کې ژوند کوي، د متحده ایالاتو د ویزې یا هلته د کډوالۍ حالت ترلاسه کولو لپاره د سخت امنیتي او اداري ارزونو وروستي پړاوونو کې دي، او د هغوی بېرته افغانستان ته ستنول د بشري اصولو او هغو نړیوالو تړونونو خلاف دي چې پاکستان ورته ژمن دی.

دوی همدارنګه په پاکستان کې د میشتو افغان کډوالو او کډوالو لپاره د ویزو د غځولو د پروسې د اسانتیا غوښتنه کړې، او ویلي یې دي چې دوی اوس مهال په دې برخه کې د لوړ لګښت په ګډون له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

پاکستان ټولو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته د دې میاشتې تر ۳۱مې پورې وخت ورکړی چې د اسلام آباد او راولپنډۍ ښارونه پریږدي.

د دې پریکړې له مخې بې اسناده کډوال او پناه غوښتونکي او د افغان تابعیت کارت لرونکي باید له پاکستان څخه ووځي، خو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ څخه د پی‌او‌آر سند لرونکي کولی شي د جون تر ۳۰مې پورې په پاکستان کې پاتې شي.

د پاکستان د حکومت دې پریکړې افغان کډوال په ځانګړي توګه هغه کسان سخت اندیښمن کړي چې د ځان ساتلو په موخه له افغانستان څخه تښتیدلي دي.