اطلاعات روز: د روغتیا نړیوال سازمان د «نري رنځ د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د ۲۰۲۴ میلادي کال پر مهال په افغانستان کې تر ۵۰ زره زیات کسان په نري رنځ یا هم توبرکلوز اخته شوي دي.
دې بنسټ نن (دوشنبه، ۴ د وري) ویلي چې نری رنځ په افغانستان کې د عامې روغتیا جدي ننګونه ده.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې که څه هم په افغانستان کې ۸۷۵ روغتیایي مرکزونه د نري رنځ تشخیص او وړیا درملنه کوي، خو دا ناروغي لا هم پر ځای پاتې ده او نه ده ختمه شوې.
په افغانستان کې د روغتیا د سازمان د دفتر رییس ادوین سنیزا سالوادور ویلي چې دا بنسټ له خپلو شریکانو سره یو ځای په افغانستان کې د نري رنځ د برنامې پیاوړتیا ته ژمن دی.
ده ویلي: «هیڅوک هم باید په پټه خوله ونه کړېږي. د نري رنځ مخنیوی او درملنه کېدلای شي او هیڅ ناروغي باید ټاپه نشي.»
توبرکلوز یا هم نری رنځ یوه ساري ناروغي ده چې له کبله یې په نړۍ کې هر کال په زرګونو تنه مري.
د ملګرو ملتونو سازمان د مارچ ۲۴ د نري رنځ نړیواله ورځ نومولې، تر څو د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی لوړ کړي او د ختمولو لپاره یې هڅې وشي.