close
UN Photo/Manuel Elías

د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې مشره: افغان نجونې باید ښوونځي ته ستنې شي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې اجرایوي مشرې سیما باهوس ټینګار کړی چې افغان نجونې باید بیرته ښوونځیو ته ولاړې شي او د دوی اساسي حقونه له ځنډ پرته ورکړل شي.

نوموړې تېره شپه (دوشنبه، ۴ د وري) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل سره، د ښوونځیو دروازې د دریم پرله پسې کال لپاره د زرګونو نجونو پر مخ تړلې پاتې کېږي.

سیما باهوس ویلي، چې له زده کړو څخه محرومیت د نجونو د زده کړو له حقونو سرغړونه ده او په افغانستان کې به نسلونو ته زیان ورسوي.

هیواد کې نوی ښوونیز کال تېره اونۍ د نجونو د ښوونځیو له پرانیستلو پرته پیل شو.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د دوامدار بندیز سره شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې د زده کړو له حق څخه محرومې شوې، چې دې سره یې شمیر ۲.۲ مېلیونو ته ورسید.

د یونیسف په وینا، که چیرې دا بندیز تر ۲۰۳۰ پورې دوام وکړي، نو له څلورو مېلیونو څخه ډیرې نجونې به د لومړني ښوونځي هاخوا د زده کړو له حق څخه محرومې شي.

دا څلورم ښوونیز کال دی چې افغان نجونې له زده کړو څخه محرومې دي.

طالبانو د هیواد د کنټرول له ترلاسه کولو وروسته، نجونې او ښځې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او د پوهنتون له زده کړو څخه محرومې کړې دي.