اطلاعات روز: وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د عدالت لپاره د جایزې برنامې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني پر سر ټاکل شوې ۱۰ میلیوني ډالریزه جایزه لغوه کړه، د دې هیواد فدرالي څیړنیزې ادارې (اېف بي آی) هم دا جایزه لغوه کړې.
مګر اوس هم د «اېف بي آی» پر ویبپاڼه د سراج الدین حقاني نوم د تعقیب لاندې کسانو په نوملړ کې شته دی.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د «عدالت لپاره جایزې» له خپلې ویبپاڼې ۱۰ میلیوني ډالریزه جایزه کابل ته د امریکایي پلاوي تر سفر او یوه امریکایي زنداني تر خوشې کېدو وروسته لېرې کړه. مګرد اېف بي آی د ویبپاڼې په وروستي اپډیټ کې لاهم د سراج الدین حقاني پر سر لګېدلې جایزه ښکاري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په رسمي توګه په دې اړه څه نه دې ویلي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه مطلب کې د سراج الدین حقاني د جایزې حذف ته کتنه کړې او د یوه افغان او یوه امریکایي چارواکي له خولې یې لیکلي، چې دا د ټرمپ د حکومت له لوري د هغو جنګیالیو په تړاو یو پام وړ اقدام دی چې په افغانستان کې په مرګونو بریدونو کې ښکېل و، مګر د طالبانو تر منځ ځان منځلاري ښیي.
د دې ورځپاڼې په وینا، ډېری طالب چارواکو کابل ته د امریکایي پلاوي سفر او تر دې وروسته د جایزو لغوه کېدل د خپلې ډلې د حکومت لپاره لویه بریا ګڼلې ده.
په دې وروستیو کې یوه امریکایي پلاوي د افغانستان په چارو کې د امریکا د پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په ملتیا کابل ته سفر وکړ.
طالبانو د جورج ګلزمن په نوم یو امریکایي وګړی دې پلاوي ته وسپاره او اعلان یې وکړ چې دا کس یې د بشرپالي اقدام په توګه خوشې کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جورج ګلزمن خوشي کېدل مثبت ګام بللی، خو ویلي یې دي چې لاهم په افغانستان کې امریکایي وګړي بندیان دي.