close
Social Media

پاکستان د تورخم له لارې افغان مسافرو ته په تذکرو د راستنېدو اجازه ورکړې

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي وایې چې پاکستاني لوري د تورخم له لارې په پاکستان کې مېشتو تذکره لرونکو افغانانو ته پر تورخم هېواد ته د رااوښتو اجازه ورکړې ده.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست یوه مسوول عرفات مهاجر ویلي چې له پاکستاني لوري سره تر خبرو وروسته نن (دوشنبه، ۵ د وري) پر تذکرو مسافرو ته د راستنېدو اجازه ورکړل شوې.

د هغه په خبره ټول هغه افغان مسافر چې دا مهال په کوزه پښتونخوا او د پاکستان په نورو ښارونو کې دي، کولای شي پر تذکرو د تورخم له لارې هیواد ته راستانه شي.

د نوموړي په وینا، پر تورخم مسافرو ته د تګ-راتګ تر اجازې وروسته لومړی افغانانو ته اجازه نه وه چې په پېژندپاڼې هیواد ته راستانه شي.

بلخوا ځینو ځایي سرچینو اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې ادعا کړې چې لاهم د پاسپورټ او تذکرې له شتون سره سره ترې پاکستاني پولیس په تورخم بډې اخلي او په یوه او بله پلمه یې ځوروي.

هغه انځورونه چې په خواله رسنیو کې خپاره شوي پکې لیدل کیږي چې سلګونه کسان چې ښځې، ماشومان او ناروغان پکې شامل دي د تورخم دواړو خواوو ته په کتارونو کې ولاړ دي.

د یادونې وړ ده چې تورخم دروازه له نږدې یوې میاشتې راهیسې د طالبانو له لوري د تاسیساتو جوړولو پر سر د طالب او پاکستاني پوځیانو ترمنځ د ناندرېو له امله تړل شوې وه.