close

ننګرهار کې «ناپیژانده وسله والو» یو کس له تښتول کېدو وروسته وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د «ناپېژانده وسله‌والو» له لوري یو موټر چلوونکی له تښتول کېدو وروسته وژل شوی دی.

د سیمې یو اوسېدونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې وژل شوی کس اکرام الله نومیږي او په اصل د بټي کوټ ولسوالۍ د «غازي اباد» کلي اوسېدونکی دی.

سرچینه زیاتوي نوموړی درې ورځې وړاندې له خپل یو کرولا موټر سره د «وسله والو غلو» لخوا تښتول شوی و، چې جسد یې تېره ورځ ناوخته (یکشنبه، ۵ د وري) د شنیوارو ولسوالۍ په مربوطاتو کې طالبانو د ځایي خلکو په مرسته موندلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې وسله والو غلو له اکرام الله څخه موټر تښتولی او هغه یې په ډزو وژلی دی.

تراوسه معلومه نه ده چې دغه ځوان ولې وژل شوی دی.

ننګرهار کې د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند د یادې پېښې په اړه بې خبري ښودلې.

له دې یوه ورځ وړاندې په مومندرې ولسوالۍ کې هم یو ځوان د ناپېژانده وسله والو له لوري په ډزو وژل شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې د وروستیو میاشتو پر مهال د هېواد په یو‌شمېر ولایتونو کې د ناپېژانده کسانو له لوري د وژنې پېښې زیاتې شوې دي.