close

د بښنې نړیوال سازمان: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو طرح لغو کړي

اطلاعات روز: د بښنې نړیوال سازمان د پاکستان له دولت څخه غوښتي چې د «غیر قانوني کډوالو د ستنولو طرح» چې افغان کډوال او پناه غوښتونکي په نښه کوي، لغو کړي.

دې بنسټ نن (چهارشنبه، ۶ د وري) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې دا طرح د افغان کډوالو د «خپلسرې» او «جبري» وتنې لامل کېږي او د هغوی کړاو نور هم زیاتوي.

د پاکستان دولت د افغانستان ټولو کډوالو او پناه غوښتونکو ته د مارچ تر ۳۱ نیټې پورې وخت ورکړی دی چې اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونه خوشي کړي.

د دې ضرب الاجل پر بنسټ، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمیسارۍ د ثبت کارډ لرونکي د پاکستان نورو ښارونو ته انتقالېږي او د افغانستان د تابعیت لرونکو په شمول نور ټول کډوال افغانستان ته شړل کېږي.

د بښنې په نړیوال سازمان کې د سویلي اسیا د برخې مرستیالې ایزابیل لاسي ویلي: «له دوو لویو ښارونو د افغان پناه غوښتونکو او کډوالو د شړلو لپاره د پاکستان د دولت بې رحمانه او نه بدلېدونکی ضرب الاجل چې تر اونۍ کم وخت یې پاتې دی، د بشري حقونو نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه د نه ستونې اصل ته نه درناوی دی. دا مبهم اجرایي دستورونه نه یوازې د دولت (پاکستان) ژمنې نقضوي، بلکې د افغانستان د کډوالو د حقونو د ملاتړ لپاره د بشري حقونو د سازمانونو پرلپسې غوښتنو ته نه پاملرنه هم ښیي.»

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز له اسلام اباد او راولپنډۍ څخه د افغان کډوالو د ایستلو او په نورو ښارونو کې یې د ځای پر ځای کولو په تړاو اندیښنه ښوولې.

د بشري حقونو فعالې منیژې کاکړ د بښنې نړیوال سازمان ته ویلي چې په پاکستان کې دننه افغان کډوال ځای پر ځای کېدو ته اړ کول، ویجاړوونکې پایلې لري.

دې ویلي: «ډېری هغه کسان چې پي‌ او آر کارډ لري، په دې ځایونو کې یې لسیزې ژوند کړی دی. له دوی غوښتل کېږي چې خپل کورونه، کارونه، ټولنې او هغه ژوند چې د کلونو په اوږدو کې یې جوړ کړی دی، خوشي کړي.»

د بښنې نړیوال سازمان همدا راز ویلي چې دا ځای پر ځای کېدل د دې لامل کېږي چې د افغانستان ډېری وګړي چې ټاکل شوې په درېیمو هیوادونو کې میشت شي، له ښارونو او هغو سفارتونو لیرې کېږي چې دوی ته یې د ویزو او سفر د اسنادو د ورکړې ژمنه کړې.

دې بنسټ ویلي چې دا چاره د متحده ایالاتو د سفارت په شمول له سفارتونو سره د دوی په همغږۍ کې ستونزې نورې هم زیاتوي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپله اعلامیه کې همدا راز د یو شمېر پاکستاني چارواکو هغې ادعا ته هم اشاره کړې چې ویلي یې و کډوال په دې هیواد کې په تاوتریخوالي کې لاس لري. دې سازمان دا ادعاوې پر کډوالو د محدودیت او د هغوی د ځورولو «زمینه سازي» بللې.

د بښنې د نړیوال سازمان د سویلي اسیا د برخې مرستیالې ویلي: «پاکستاني چارواکي له کوم خنډ پرته د افغانستان د پناه غوښتونکو حقونه نقضوي او د هغوی په تړاو خپلسرې پرېکړي کوي چې هیڅ ډول شفافیت او پاسخ‌ګویي نه لري.»

دې له اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو څخه د کډوالو ایستلو ته په اشارې ویلي چې د دې طرحې پلي کول به د کډوالو هغه ټولې هڅې ختمې کړي چې په پاکستان کې یې د خپل ژوند د رغونې لپاره کوي.

د بښنې نړیوال سازمان له پاکستان څخه غوښتي چې د کډوالو د شړلو طرح دې لغو کړي او د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې دې اصلاحي اقدامات وکړي.

پاکستان پرېکړه کړې چې د مارچ تر ۳۱ وروسته ټول افغان کډوال له اسلام او راولپنډۍ ښارونو وباسي او یو شمېر کسان ځینو نورو ښارونو ته انتقال کړي او یو شمېر نور افغانستان ته وشړي.

د بښنې نړیوال سازمان ویلي د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعینو، معترضو ښځو، هنرمندانو او پخوانیو دولتي چارواکو په شمول ډېری له شړل کېدو سره مخ وګړي د طالبانو له ځپنې او زورونې سره مخ دي.

پاکستان تر دې وړاندې هم په سلګونو زره بې اسنادو افغان کډوال شړلي دي.