اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې د طالبانو امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت په بدخشان، بغلان او نیمروز ولایتونو کې سیمهییزو رسنیو ته امر کړی چې د ژوندیو موجوداتو انځورونه خپاره نه کړي.
د خبریالانو د مرکز په وینا، د طالبانو امر بالمعروف کارکوونکو د دې درو ولایتونو د رسنیو مسوولینو ته ویلي چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون له مخې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع دي.
له دې اعلان سره سم او په بدخشان، بغلان او نیمروز کې د دې بندیز تر تطبیق وروسته، د هغو ولایتونو شمېر چې پکې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو خپرول منع شوي، ۱۰ ته رسېدلی دی.
دا بندیز د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د اوولسمې مادې له مخې عملي شوی، چې د تېر کال اسد میاشت کې د هبتالله اخندزاده لخوا تصویب شوی و.
د دې قانون تر تصویب وروسته، په یو شمېر ولایتونو کې د سیمهییزو تلویزیونونو خپرونې په ځانګړي ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې د دولتي تلویزیون خپرونې ودرول شوې.
په کابل کې هم د طالبانو د ځینو وزارتونو او دولتي ادارو لخوا د انځورونو د خپرولو بندیز عملي شوی دی