اطلاعات روز: د سره صلیب نړیوالې کمیټې «د ماینونو له خطرونو د پوهاوي او له ماین پاکۍ سره د مرستې د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې د ۲۰۲۴ کال پر مهال په افغانستان کې ۵۶۴ تنه له جګړې د پاتې ماینونو او چاودېدونکو توکو په چاودنه کې مړه او ژوبل شوي دي.
دې بنسټ نن (جمعه، ۱۵ د وري) د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د قربانیانو تر منځ ۴۳۴ تنه ماشومان دي.
د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې د وژل شویو او ژوبلو دا شمېر یې د چاودېدونکو توکو له امله د را منځ ته شویو ۲۵۱ پېښو له مخې ثبت کړی دی.
په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالی کمیتې د دفتر رییسې کاترینا ریتز ویلي: «له جګړې پاتې ماینونه او چاودېدونکي توکي نه یوازې ورځنی ژوند او اقتصادي وده ټکنۍ کوي، بلکې د زړه بوږنوونکو غمیزو لامل کېږي، په ځانګړې توګه د ماشومانو تر منځ».
دې د امریکا د مالي مرستو د بندیدو په تړاو ویلي چې د امریکا د مالي مرستو کمښت د ماینونو او چاودېدونکو توکو د پاکولو لپاره د هڅو پر کموالي اغېز کړی او زیات شمېر ژوندونه یې له خطر سره مخ کړي دي.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د دفتر رییسې د چاودېدونکو توکو له ککړو پایلو سره د مقابلې لپاره له نړیوالې ټولنې او بشرپالو بنسټونو غوښتي چې د افغانستان ملاتړ وکړي.
افغانستان یو له هغو هیوادونو چې له جګړې په پاتې چاودېدونکو توکو او ماینونو په زیاته کچه ککړ دی.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په افغانستان کې ۳.۳ میلیون وګړي له ماینونو او جګړییزو توکو په یو کیلومیتر واټن کې ژوند کوي.
ملګرو ملتونو د روان میلادي کال پر مهال په افغانستان کې د ماین پاکولو د برنامې د دوام لپاره د ۲۱.۹ میلیون ډالریزې بودجې غوښتنه کړې، خو د امریکا د مالي مرستو له ودرېدو سره د دې بودجې د تأمینېدو په تړاو اندیښنې زیاتې شوې دي.