close
dawn

د ملګرو ملتونو کارپوهان: پاکستان دې د افغان کډوالو ایستل ودروي

اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورچي ریچارډ بېنټ په ګډون د دغه سازمان کارپوهانو له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو جبري ایستل بند کړي.

دغو کارپوهانو په یوې ګډه اعلامیه کې د پاکستان له حکومت غوښتي چې د یو ګاونډي هیواد په توګه چې د کوربه توب اوږده مخینه لري د بې ځایه شویو افغان اتباعو کوربه توب ته دوام ورکړي.

پاکستان د افغان کډوالو لپاره د خپلې خوښې وتلو لپاره د مارچ ۳۱مه نیټه ټاکلې وه، او د دې نیټې له پای ته رسیدو سره د جبري ایستلو پروسه پیل شوې ده.

د ملګرو ملتونو د کارپوهانو په وینا، په پاکستان کې ملیونونه افغان کډوال د امنیتي اندېښنو، لکه د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالي او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ د سپارښتنو له پامه غورځولو سره چې دوی بیرته نه راستنوي، افغانستان ته د شړلو له خطر سره مخ دي.

هغوی ویلي: «موږ له پاکستانه غواړو چې سمدلاسه داخلي بې ځایه کېدنه، شړل، نیونې، وېره اچونه او نور فشارونه چې افغانان اړ باسي افغانستان ته واوړي، بند کړي او د نه راستنېدو مطلق او نه ماتوونکی اصل رعایت کړي.»

د کارپوهانو په اعلامیه کې ویل شوي چې ډیری ناامیده کډوال وايي، چې دوی په افغانستان ته د شړل کیدو په صورت کې د طالبانو له ځورونې ویره لري.

دغه کارپوهانو ویلي، چې تر ټولو زیات له خطر سره مخ کډوال ښځې، نجونې، د جنسي اقلیتونو غړي، د قومي او مذهبي لږکیو کسان، پخواني دولتي مامورین او امنیتي پرسونل، د بشر حقونو مدافعین او د رسنیو کارکوونکي دي.

دوی یادونه کړې، چې ماشومان د قاچاق، په کم عمر کې د واده او ناوړه ګټه اخیستنې له خطر سره مخ دي او همدارنګه معلولیت لرونکي او عمر خوړلي کسان هم زیان منونکي دي.

د ملګرو ملتونو کارپوهانو ټینګار کړی، چې «ټول باید په انفرادي ډول وارزول شي».

د ملګرو ملتونو کارپوهانو دغه راز د نورو هیوادونو څخه هم د افغان اتباعو د ایستلو په اړه اندیښنه څرګنده کړې او دا یې د نړیوالو بشري حقونو او د کډوالو د قانون څخه سرغړونه بللې ده.

دوی افغانستان سره د مرستو چټک کمښت ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو خرابېدونکي وضعیت ته په پام، د نړیوالې ټولنې د قوي ملاتړ سره په بهر کې د افغانانو لپاره دوامداره حل لارې ته اړتیا ده.

د پاکستان سربېره، ایران هم د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړې ده.