close

پاکستان: «ترهګرې ډلې» په افغانستان کې پرېښودل شوې وسلې واک کې لري

اطلاعات روز: پاکستان له ملګرو ملتونو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د بلوچستان ازادي غوښتونکي پوځ (بي اېل اې) او مجید بریګیډ په څیر ډلو ته په افغانستان کې د پاتې وسلو د لاسرسي مخه ونیسي.

د جیو نیوز د راپور سره سم، په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د دایمي ماموریت سلاکار سید عاطف رضا په یوې ناسته کې ویلي: «وسله‌والې ترهګرې ډلې په افغانستان کې پرېښودل شویو غیرقانوني وسلو ته چې ارزښت یې میلیاردونه ډالره دی لاسرسی لري، او دا وسلې د پاکستان پر ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د تاوتریخوالي لپاره کارول کېږي.»

دا ډیپلوماټ داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې د جنېوا میشتې ادارې «د کوچنيو وسلو سروې» په یو تازه خپور کړي راپور کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ کرښه کې د سپکو وسلو غیرقانونی قاچاق لاهم یوه جدي اندېښنه ده.

دغه راپور چې «افغانستان کې وسلو ته د لاسرسي مستند کولو» تر سرلیک لاندې خپور شوی، په سیمه کې د وسلو روان قاچاق روښانه کوي، او څرګندوي چې د شوروي او ناټو د دورې وسلې په داسې حال کې په غیر رسمي بازارونو کې شتون لري چې طالبانو یې د کنټرول لپاره هڅې کولې.

موندنې ښیي چې وسلې د تحریک طالبان پاکستان او القاعده په ګډون په منظم ډول وسله والو ډلو ته رسیږي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ماموریت سلاکار ویلي، چې عصري وسلو ته د غیرقانوني وسله والو ډلو د لاسرسي په اړه اندیښنې مخ په زیاتیدو دي.

دغه ډیپلومات زیاته کړې، چې پاکستان په افغانستان کې د فعالو وسله والو ډلو لکه ټي ټي پي لخوا د عصري او پرمختللو غیرقانوني وسلو د ترلاسه کولو او کارولو په اړه اندیښمن دی.

هغه ویلي: «موږ پر خپلو نړیوالو شریکانو غږ کوو چې د پریښودل شویو وسلو پراخه زیرمې بیرته ترلاسه کړي، وسله والو ترهګرو ډلو ته د هغوی د رسیدو مخه ونیسي، او د غیرقانوني وسلو د دې غوړیدونکي تور بازار د بندولو لپاره ګامونه پورته کړي.»

د افغان حکومت له ړنګېدو وروسته، ټول پوځي تجهیزات د طالبانو لاس ته لویدلي دي.
دا ډله وايي، چې ټولې وسلې او تجهیزات یې خوندي دي، خو له افغانستان څخه د وسلو د قاچاق راپورونه دوام لري.

یو شمیر هېوادونو په وار وار په افغانستان کې د پاتې وسلو او هغې ته د ترهګرو ډلو د لاسرسي په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده.