close

له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل؛ د تورخم له لارې ۳۲۰ کډوال راستانه شول

اطلاعات روز: په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وایي، چې د تورخم له لارې له پاکستان څخه ۳۲۵ افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کتلور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر صدیق الله قریشي وایي، چې دغه کورنۍ نن (شنبه، ۱۶ د وري) د تورخم له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.

د هغه په وینا په راستنو شويو کې ۲۹۴ تنه د ۶۲ کورنیو غړي او ۳۱ تنه نور انفرادي ډیپورټ شوي کسان شامل دي، چې د پاکستان له لوري بېرته افغانستان ته راشړل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده پاکستان د تېرې مارچ میاشتې تر ۳۱مې په داوطلبانه توګه ACC کارت لرونکو افغانانو ته وخت ورکړی و، چې له پاکستان ووځي، چې د یاد مهلت له پوره کېدو سره سم یاد هېواد د افغان کډوالو د نیولو او اخراج پراخ عملیات پیل کړي دي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو سازمان کارپوهانو له پاکستاني حکومت غوښتي، چې ژر تر ژره د افغان کډوالو جبري ایستلو لړۍ ودروي.

بلخوا د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور وايي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي څو افغان کډوال په زوره له دغه ځایه وباسي.

نوموړي یوې خبري غونډه کې د پاکستان حکومت ته وړاندیز کړی چې دغه هېواد دې افغان کډوالو ته د دایمي استوګنې زمینه برابره کړي.