close

نورستان کې د یوې ترافیکي پېښې له کبله اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: نورستان کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د یوه ډاټسن موټر د چپه کېدو له کبله یوه اته کلنه نجلۍ مړه او اووه کسان نور ټپیان شوي دي.

د نورستان د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند غلام الرحمن حیدري وایي، دا پېښه تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د وري) د نورګرام ولسوالۍ اړوند «بړاګوش» سیمه کې رامنځته شوې.

نوموړی زیاتوي، دغه ترافیکي پیښه د یوه ډاټسن موټر د چپه کیدو له کبله رامنځته شوې، چې پرمهال یې یوه ماشومه مړه او اته تنه نور ټپیان شوي دي. د ټپیانو د جنسیت او عمر په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د حیدري په وینا، د پېښې ټپیان ځایي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

د دې ترافیکي پېښې لامل د موټر چلوونکي بې احتیاطي، د سړک خرابوالی او په موټر کې د زیاتې سپرلۍ لېږد بلل شوی دی.