اطلاعات روز: هلمند ولایت کې ځایي سرچینې وایي چې طالبانو د لښکرګاه ښار په دوهمه حوزه کې د «جعفري» جومات اړوند سیمه کې یو ۱۸ کلن ځوان د غلو پر ضد د عملیاتو پر مهال په تېروتنه وژلی دی.
د سیمې طالب چارواکو منلې چې دوی تېره شپه (پنجشنبه، ۲۱ د وري) د غلو پر وړاندې عملیات ترسره کول او په همدې ترڅ کې یې خطایي ډزې کړې چې له امله یې یاد ځوان په مرمۍ لګېدلی او ځای پر ځای مړ شوی دی.
سرچینو، د وژل شوي ځوان نوم «سمیع حسن زاده» ښودلی او ویلي یې دې چې هزاره توکمه و. د سرچینو په وینا، نوموړی یو دوکاندار و.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د طالبانو له لوري په مخامخ ډزو کې خلګ ویشتل شوي او وژل شوي دي.