اطلاعات روز: د «انتالیا بهیر» د څلورمې دورې د خبرو-اترو ګډونوالو د دې غونډې په لومړۍ ورځ د «افغانستان د موزاییک پر طرحې» چې د ملګرو ملتونو له لوري چمتو شوې، په پراخ ډول نیوکې کړې دي.
په جینیوا کې د افغانستان استازي نصیر احمد اندیشه د دې غونډې په پیل کې ویلي چې په «موزاییک طرح» کې د طالبانو مخالفین، ښځې او مدني خوځښتونه «واړه ښوول» شوي دي.
ښاغلي اندیشه ویلي چې په دې طرح کې ملګرو ملتونو طالبان په افغانستان کې د «اصلي اړخ» په توګه معرفي کړي او د افغانستان خلګ، د بشري حقونو مدافعین، ښځې او مدني ټولنه یې د «نورو اړخونو» په نوم یاد کړي.
ده ویلي: «د ملګرو ملتونو د ځینو نورو استازو نظر دادی چې د افغانستان زیات تبعیدي ځواکونه مهم نه دي چې د افغانستان اړوندو بحثونو کې ښکېل وي.»
د افغانستان د اقتصاد پخواني وزیر مصطفی مستور هم په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو پر طرحې نیوکه کړې ده.
ښاغلي مستور ویلي: «موږ فکر نه کوو چې موزاییک طرح به وکولای شي چې افغانستان له اوسني بنبست څخه د یوه ښه راتلونکې او ټولشموله دولت جوړولو پر لور رهبري کړي.»
په دې غونډه کې د «افغانستان د موزاییک طرحې» په اړه ځانګړی بحث هم وشو او کارپوهانو یې په تړاو نظر ورکړ.
د امنیتي چارو کارپوه بسم الله تابان په دې تړاو په جوړ شوي ګردي مېز کې وویل چې د «افغانستان موزاییک طرح» طالبانو ته د ملګرو ملتونو له لوري امتیاز ورکول دي.
ښاغلي تابان وویل چې په دې طرح کې له یوې خوا د افغانستان خلګ او ډیموکراټیک بنسټونه له پامه غورځول شوي، بل لور ته له طالبانو د ملګرو ملتونو غوښتنې هم «په بشپړه توګه مبهمې، نه اندازه کېدونکې او کلي خبرې دي».
ده ویلي، په عین مهال کې د دې طرحې له مخې د طالبانو غوښتنې په بشپړه توګه واضحې او د لاسرسي وړ دي.
د بسم الله تابان په وینا، د «افغانستان موزاییک طرح» بالاخره د «طالباني ظلم د عادي کولو» او د دې ډلې د رسمیت پیژندنې لامل کېږي.
د ښځو د حقونو فعالې نبیلې مصلح هم په ګردي میز کې د «افغانستان پر موزاییک طرحې» نیوکه وکړه او ویې ویل چې په دې طرح کې د افغانستان د نورو سیاسي-مدني خوځښتونو حضور په سم ډول نه دی تعریف شوی.
اغلې مصلح وویل چې په ځانګړې توګه په دې طرحې کې په سیاست او حکومتولۍ کې د ښځو حضور ته هیڅ اشاره نه ده شوې.
دې وویل چې د «موزاییک طرحې ټوله محتوا له طالبانو سره د تعامل په تړاو ده او د افغانستان د خلګو اړتیاوو او همدا راز په هیواد کې شته ننګونو ته» هیڅ پاملرنه نه ده شوې.
«د افغانستان موزاییک طرح» په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) له لوري له طالب چارواکو او د نړیوالې ټولنې له استازو سره د خبرو په ترڅ کې جوړه شوې.
له دې طرحې سره سم، له طالبانو د ملګرو ملتونو او نړۍ عمده غوښتنې د ټولشموله دولت جوړول، د ښځو د حقونو په شمول د بشري حقونو رعایت او له ترهګرۍ سره مبارزه ده.
مګر طالبانو له ملګرو ملتونو او نړۍ د بندیزونو لیرې کول، د تعامل دوام او په بهر کې یې د افغانستان د پانګې ازادول غوښتي.
په بهر کې د افغانستان د پخواني حکومت سیاسي استازو او مدني فعالانو تر دې وړاندې هم پر دې طرحې نیوکه کړې وه او ویلي یې و چې د دوی نظر ته پکې پاملرنه نه ده شوې.