close

د جلال اباد ښار یو شمیر اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو له نشتون سره مخ دي

اطلاعات روز: د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وایي، چې له تېرو څو ورځو راهېسې د ښار دولتي د اوبو رسونې شبکه له فني ستونزو سره مخ شوې، چې له امله یې ښاریان د څښاک اوبو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان دي.

د جلال اباد د څلورمې ناحېې اړوند «چهل مترې» سېمې اوسېدونکی سپین ګل وایي، د اوبو رسولو د شبکې ځینو کارکوونکو ورته ویلي چې په یاده شبکه د برېښنا زیاتې پرچاوۍ فني ستونزه رامنځته کړې او له همدې امله د جلال اباد ښار پر ځینو برخو د یادې شبکې له لوري د څښاک پاکې اوبه بندې شوي دي.

سپین ګل وویل: «نن څلورمه ورځ ده چې د ښاري شبکې له لوري په «بمبو» کې اوبه نه راځي ښاریان یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي، ځکه له یوې خوا ګرمي او له بلې خوا د اوبو کمښت لویه ستونزه ده غوښتنه کوو چې د اوبو رسولو په شبکه کې شته تخنیکي ستونزه باید ژر حل شي.»

د نوموړي په خبره په دې وروستیو کې پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله ګڼ‌شمېر خلک پر بېلابېلو ناروغیو هم اخته شوي دي.

د جلال اباد ښار د درېمې ناحېې اوسېدونکی مراد خان هم ورته شکایت کوي او وایي، د یادې شبکې د خرابېدو له امله ښاریان سرګردانه شوي دي.
د هغه په خبره له کله راهېسې چې یاده ستونزه رامنځته شوې، ځېنې کسان د ښار په کوڅو کې د اوبو ټانکرونه ګرځوي او پر خلکو د څښاک اوبه پلوري.

د نوموري په وینا کله چې اوبو خرڅوونکو ته مراجعه کوي، پر دوی یوه بوشکه اوبه له ۸۰ تر ۱۰۰ افغانۍ خرڅوي چې زیاتره خلک یې د کمزوري اقتصاد له امله نه شي اخیستلی.

مراد خان زیاتوي: «څومره چې ژر کېږي باید د اوبو رسولو شبکه یاده ستونزه حل کړي، ځکه هره میاشت د اوبو پوره «بيل» اخلي خو خدمات ېې څه ډول چې لازمه ده نه دي، زیاتره خلک د کمزوري اقتصاد له امله نه شي کولای په پېسو اوبه واخلي بیا هغوی له لېرې ځایه راوړي.»

په همدې حال کې د جلال اباد ښار د اوبو رسولو اداره کې باوري سرچینو د نوم نه خپرولو په شرط اطلاعات روز ته یاده ستونزه تاییدوي او زیاتوي چې د اوبو د کمښت پر ستونزې جدي کار کوي او د فني ستونزو له هواري وروسته به ډېر ژر د جلال اباد ښار د اوبو رسولو چاري عادي حالت ته راوګرځي.

له دې وړاندې هم د جلال اباد ښار د بېلابېلو سیمو اوسیدونکو د څښاک پاکو اوبو له کمښت څخه شکایت درلوده  او ادعا یې کړې وه، چې په اوونۍ کې درې ورځې وروسته یو وار په دولتي نلونو کې اوبه ور خوشې کېږي.