اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنۍ خبر ورکوي، چې له پاکستان او ایران څخه یو زر او ۶۶ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي.
باختر خبري اژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي راپور ورکړی چې دغه کورنۍ تېره ورځ (سې شنبه، ۶ د غبرګولي) هیواد ته له بېلابېلو لارو راستنې شوې دي.
له دې راپور سره سم، ۱۶۵ کورنۍ د ننګرهار د تورخم، ۱۳۳ کورنۍ د کندهار د سپین بولدک، ۲۲۸ کورنۍ د نیمروز د وریښمو له لارې، درې کورنۍ د پکتیکا د انګور اډې له لارې او ۵۳۷ د هرات د اسلام کلا له لارې هیواد ته راستنې شوې دي.
باختر لیکلي، چې له دې کورنیو سره د راستنېدو پر وخت د طالبانو له خوا مرسته هم شوې ده.
ایران او پاکستان د افغان کډوالو د شړلو لړۍ چټکه کړې. د ایران حکومت غواړي چې تر دوه میلیونه زیات کډوال وشړي.
پاکستان هم د اپریل له لومړۍ نیټې د شاوخوا یو میلیون کډوالو د شړلو بهیر پیل کړی دی.