اطلاعات روز: د خوست ولایت مقام لپاره د طالبانو ویاند مستغفر ګربز وایي، چې د دې ولایت په ګربز ولسوالۍ کې د «لیژې» کوچني بند د ماتېدو په تړاو یې تخنیکي او مسلکي ډله ګمارلې او په دې تړاو به هر اړخیزې څیړنې وکړي.
ښاغلي ګربز نن (چهارشنبه، ۷ د غبرګولي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې د ګربزو اړوند د «لیژې» کوچنی بند د زیات ورښت او سیلاب له کبله اوبو وړی او په تړاو یې د مسلکي او تخنیکي ټیم څېړنې روانې دي.
نوموړی زیاتوي، چې د ستونزې د حل په موخه به لازم اجرات ترسره شي.
پرون داسې راپورونه ورکړل شول چې د خوست په ګربزو ولسوالۍ کې لیژې نومی چیک ډیم تر هغه وروسته د سیلاب اوبو یووړ چې یوازې شپږ ورځې وړاندې د طالبانو د اوبو او انرژۍ د وزارت د سرپرست عبداللطیف منصور له لوري ګټې اخیستنې ته سپارل شوی و.
ښاغلي ګربز د دې چیک ډیم په تړاو پر خپله ایکس پاڼه په ورکړل شویو معلوماتو کې څرګنده کړې، چې د دې بند پر رغونې شاوخوا شل میلیونه افغانۍ لګښت شوی و او په پام کې وه چې له دې بند څخه به شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ ګټه واخلي او سلګونه جریبه ځمکه به خړوبه کړي.
طالبان په داسې مهال کې د دې چیک ډیم د ماتېدو په تړاو د پلټنو خبر ورکوي، چې د دې خبر تر خپرېدو وروسته خلکو پر ټولنیزو رسنیو سخت غبرګونونه ښودلي او طالبان یې په حیاتي پروژو کې په فساد او معیار ته په نه پاملرنې تورن کړي دي.