اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو ځایي مسوولین وایي چې د دې ولایت د مرکز مهترلام ښار اړوند «زیارت» سیمه کې د تندر پرېوتو له امله یو کس مړ شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د لغمان لپاره د پېښو پر وړاندې د طالبانو د چمتووالي رییس خیر محمد غازي وايي چې دا پېښه نن (سېشنبه، ٦ دغبرګولي) مادزیګر پنځه بجې رامنځ ته شوې.
د نوموړي په وینا، مړ شوی ١٧ کلن ځوان دین محمد نومېده او په ټیپانو کې یو ١٢ کلن ماشوم او بل یو سپین ږیری دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم په بېلابېلو ولایتونو کې دې ته ورته پېښې رامنځ ته شوې دي.