close
Photo: ANI

په خیبرپښتونخوا کې پنځه پاکستاني سرتېري وژل شوي

اطلاعات روز: پاکستاني رسنۍ خبر ورکوي چې د دې هیواد د خیبرپښتونخوا ایالت د شمالي او جنوبي وزیرستان پر پوله او د شوال او انګور اډې سیمو تر منځ د پاکستاني طالبانو او پاکستاني پوځیانو تر منځ په جګړه کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي او اووه نور ژوبل دي.

یوه پاکستاني چارواکي اسلام اباد میشتې رسنۍ خراسان ډایري ته منلې چې پرون (پنجشنبه، ۸ د غبرګولي) پاکستاني طالبانو د پوځ پر یوه پوسته هجوم ور وړی، خو د نوموړي په وینا چې دا برید پر شا تمبول شوی دی.

همدا راز، یادې شوې رسنۍ خبر ورکړی چې د خیبرپښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې هم پرون د پاکستاني طالبانو او پولیسو تر منځ نښته شوې چې له امله یې یو پولیس وژل شوی او د ښوونځي د یوه ښوونکي په ګډون درې نور ژوبل دي.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په پاکستان کې د ناامنۍ کچه لوړه شوې او د پاکستان حکومت په افغانستان کې طالبان تورنوي چې پاکستاني طالبانو ته یې پټنځایونه ورکړي دي.

مګر طالبان دا ادعا ردوي او په عین مهال کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي خپلو جنګیالیو ته د وینا پر مهال هغوی ته ویلي چې له افغانستان دباندې «جهاد» نشته او باید د امیر له اجازې پرته بل ځای جګړه ونه کړي.