close
Photo: UNAMA

بامیان ته د یوناما د مرستیالې سفر؛ خلګ د نړیوالو مرستو کمښت او د فقر زیاتوالي اندېښمن کړي دي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) د دفتر سیاسي مرستیالې جورجت ګانیون بامیان ولایت ته سفر کړی او هلته یې له طالب چارواکو، د سوداګرۍ او کارونو له څښتنانو، ښځو او سیمه‌ییزو مشرانو سره کتلي دي.

یوناما نن (پنجشنبه، ۸ د غبرګولي) پر فېسبوک لیکلي چې د دې کتنو پر مهال سیمه‌ییزو خلګو د نړیوالو مرستو د کمښت، په سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي برخو کې د ستونزو او همدا راز ورځ په ورځ زیاتېدونکي فقر په تړاو اندېښنه ښوولې.

د یوناما سیاسي مرستیالې د دې سفر پر مهال بامیان راډیو، یوه ښوونیز مرکز، د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې یوه مرکز او د بامیان په شیبر ولسوالۍ کې یوه روغتون ته هم ورغلې ده.

یوناما لیکلي چې د بامیان راډیو ښځینه خبریالانو اغلې ګانیون ته د ښځو او نجونو د روغتیا او زده کړو په تړاو د دې راډیو د ځانګړو نوښتونو په اړه معلومات ورکړي او د سیمه‌ییزو رسنیو پر ملاتړ یې ټینګار کړی دی.

د یوناما له اعلامیې سره سم، اغلې ګانیون د افغانستان له خلګو سره د ملګرو ملتونو د ژمنې په بیانولو سره د ښځو او نجونو لپاره د زده کړو پر ارزښت ټینګار کړی او د «نړیوال تعامل په برخه» کې یې د روانو هڅو په اړه بحث کړی دی.

د امریکا د مالي مرستو په قطع کېدو او د نورو هیوادونو د مرستو په کمېدو سره د افغانستان د بشرپالو مرستو برنامه د بودجې له سخت کمښت سره مخ ده او میلیونونه وګړي له مرستو بې برخې شوي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د بودجې د زیات کمښت له امله سږ کال په دوبي کې یوازې له یو میلیون وګړو سره مرسته کولای شي، په داسې حال کې چې درې میلیون وګړي بېړنیو خوراکي توکو ته اړتیا لري.