اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمهییز چارواکي وایي چې د دې ولایت په بېلابېلو سیمو کې د چټکو بادونو له امله یو تن مړ شوی او دوه تنه نور ژوبل شوي او له دې سره-سره مالي تاوانونه هم اوښتي دي.
د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون وایې چې تېره ورځ (پنجشنبه، ۹ د غبرګولي) د سخت توپان له امله د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په «مقام خان» سیمه کې د یو کور دېوال نړېدلی چې له امله یې یو کس مړشوی او بل ژوبل شوی دی.
همدا راز، نوموړي ویلي چې په ګوشتې ولسوالۍ کې هم د یوې کوټې د چت پرېوتو په پېښه کې یوه ښځه ژوبله شوې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې د تېرې ورځې چټکو بادونو په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې په لویه کچه خلکو ته مالي زیانونه هم اړولي دي.
نږدې دوه اوونۍ وړاندې هم د ننګرهار په مرکز ا ولسوالیو کې د سختو بارانونو، ږلۍ او تېزو بادونو له امله خلګو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
بلخوا د طالبانو د هوا پېژندنې ادارې د ننګرهار په ګډون د هیواد په ۱۰ ولایتونو کې د چټکو بادونو، بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړی دی.