اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې یو ځوان له خپل مور او پلار سره تر لفظي شخړې وروسته لومړی هغوی د چړې په ګوزارونو وژلي او بیا یې خپل ژوند هم پای ته رسولی دی.
د دې ولایت د امنیې قومندانۍ لپاره د طالبانو ویاند سید طیب حماد وایي، چې پېښه تېره شپه (جمعه، ۹ د غبرګولي) د جلال اباد ښار د پنځمې امنیتي حوزوې اړوند «کابل هډې» سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په خبره یاد ځوان د خپل مور او پلار له وژل کېدو وروسته ځان وژنه کړې ده.
د نوموړي د معلوماتو له مخې یاد ځوان ضیاءالله نومېده او په رواني ناروغۍ اخته و.
بلخوا په سیمه کې یوې بلې سرچینې وویل، چې د ضیاءالله په نوم ځوان تېر کال په جلال اباد ښار کې د یو خصوصي انسټیټیوټ د طبي ټکنالوژۍ له څانګې فارغ شوی و او له فراغت وروسته له دوو نورو ملګرو سره ایران ته پر قاچاقي لاره تللی و.
د سرچینې په خبره نوموړی څه موده وړاندې د ایراني پولیسو له لوري له نیول کېدو وروسته هیواد ته رستون شوی و او د پولیسو له لوري له زیاتې شکنجې له امله ورته عصبي ناروغۍ پيدا شوې وه.
په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې دا ډول پېښې ډېرې شوي چې مسوولان یې تر ډیره لاملونه، کورني تاوتریخوالي، بېوزلي او رواني ستونزې یادوي.