close

ننګرهار کې یو ۲۴ کلن ځوان د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې یو ځوان په کابل سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

د پېښې یو عیني شاهد عبدالولي وایي، چې دغه ځوان بریالی نومیده او تېره ورځ (جمعه، ۹ د غبرګولي) غرمه مهال د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند «بهر آباد» سیمه کې اوبو ډوب کړی دی.

د هغه په وینا، یاد ځوان له خپلو ملګرو سره په کابل سیند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی او له څو ساعتونو وروسته یې جسد ولسي خلکو د بهسودو ولسوالۍ په «بېلې» سیمه کې له اوبو راوېستلی دی.

د نوموړي د معلوماتو له مخې یاد ۲۴ کلن ځوان د سره رود ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و.

دغه راز په ټولنیزو رسنیو په یوې خپره شوې ويډیو کې لیدل کېږي، چې د همدې ځوان جسد اوبو لاهو کړی دی.

بلخوا په کونړ کې د طالبانو ځایي چارواکو د کونړ په سیند کې پر لامبلو بندیز لګولی او په ټینګار سره یې له ځوانانو او خاص ډول له کورنیو غوښتي چې په سیندونو کې له لامبلو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ننګرهار په ګډون د هیواد په بېلابېلو سیمو کې هرکال د هوا په ګرمېدو، ګڼ کسان د بې احتیاطۍ له امله په سیندونو کې د لامبو پر مهال د اوبو خوارک کېږي.