close

ننګرهار کې «وسله والو غلو» یو ځوان وژلی

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د مرکز جلال اباد ښار شپږمې ناحېې په مربوطاتو کې وسله والو غلو یو ریکشا چلوونکی ځوان د چړو په ګوزارونو وژلی دی.

د سیمې یو اوسېدونکی حیات الله وایي، چې دغه پېښه تېره ورځ (شنبه، ۱۰ د غبرګولي) غرمه مهال د جلال اباد ښار شپږمې ناحېې اړوند «هډې اخوندزاده» سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، وسله‌والو غلو د سلطان په نامه ریکشا چلوونکی له جلال اباد ښار څخه شپږمې ناحېې ته دربست کړی و او د یادې ناحیې اړوند سیمه کې یې ریکشا چلوونکی په چړو وهلی او ریکشا یې ترې بیولې ده.

نوموړی زیاتوي، چې غلو یاد ځوان له ټپي کېدو وروسته د سړک پر غاړه غورځولی چې ځایي خلکو د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړی، خو د ژورو ټپونو له امله یې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې وژل شوی ځوان په اصل د خوږیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې دا مهال د شپږمې ناحېې په «خالص فامیلیو» سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسېده.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې وژل شوي ځوان څو میاشتې وړاندې واده کړی و او په جلال اباد ښار کې یې ریکشا په (ډنډه) یا په ورځنۍ مزدورۍ چلوله.

بلخوا د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ ویاند سید طیب حماد هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

د هغه په خبره په دې وروستیو کې یې د وسله والو غلو د مخنیوي په موخه هڅې ګړندۍ کړي او د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د جنایي پېښو کچه راټېټه شوې ده.

دغه پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې له دې وړاندې دغه ولایت او د هېواد په نورو سیمو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي دي.