اطلاعات روز: په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر وايي، چې په دغه هیواد کې په هرو څلورو لوړ عمر لرونکو کې یو تن تمباکو کاروي.
دې سازمان نن (شنبه، ۱۰ د غبرګولي) د تمباکو نه کارولو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې د تمباکو تر ټولو عام ډول نسوار یا له لوګي پرته تمباکو دی.
یاد سازمان په خپل پیغام کې ویلي: «د تنباکو صنعت نوی نسل په نښه کړی دی. د ځوانانو د ساتنې لپاره د تنباکو پر وړاندې اقدام وکړئ.»
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) استازی ډاکټر اډوین سینیزا سلواډور هم د «د تمباکو نه کارولو نړیواله ورځ» په مناسبت په خپل پیغام کې څرګنده کړې، چې د افغان ځوانانو په ځانګړې توګه د تنکي ځوان هلکانو ترمنځ د تمباکو کارول مخ په زیاتیدو دي.
هغه په ګوته کړې چې د تمباکو شرکتونه خپل زیانونه په خوږو دروغو پټوي او د نوي کاروونکو د هڅولو لپاره ګمراه کونکي ستراتیژۍ کاروي.
په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، چې د دخانیاتو استعمال لا هم د مخنیوي وړ د مړینو له اساسي لاملونو څخه دی او خلکو، کورنیو او ټولنو ته ډېر زیان رسوي.
د یادونې وړ ده، چې د می ۳۱مه په ۱۹۸۷ کال کې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا «د تمباکو نه کارولو نړیواله ورځ» یا د تمباکو څخه پاکه ورځ نومول شوې.
د دې ورځې د نومولو موخه د تمباکو د زیانونو په اړه د پوهاوي لوړول، د خلک هڅول ترڅو دا پریږدي او د پالیسي جوړونکو پام د تمباکو کارولو کمولو ته راجلب کول دي.