close
photo:@HafizZiaAhmad

د طالبانو او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول یو مثبت ګام بللی دی

اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي او د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې د لوړولو په اړه خبرې-اترې کړې دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له اعلامیې سره سم، دا ټلیفوني خبرې نن (یکشنبه، ۱۱ د غبرګولي) شوې دي.

دې وزارت ویلي چې دواړو لورو په کابل او اسلام اباد کې د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د کچې لوړول مثبت ګام بللی او هیله یې ښوولې ده چې پاتې مراحل به ژر تکمیل شي.

دوی ویلي چې د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول به په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د پراختیا زمینه برابره کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا ټلیفوني خبرې-اترې تایید کړې دي او ویلي یې دې چې دواړو لورو د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړول یو مثبت بدلون بللی دی.

دې وزارت ویلي چې همدا راز دواړو لورو کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر پر مهال د شویو توافقاتو عملي کول ارزولي او «ژمنه یې کړې چې د دواړو وروڼو ملتونو تر منځ د متقابل باور د رامنځ ته کولو لپاره ګډې همکارۍ ته دوام ورکړي».

دوی همدا راز د ازبیکستان-افغانستان-پاکستان د اورګاډي کرښې په اړه هم خبرې کړې دي، تر څو له نژدې همکاري وکړي او ژر تر ژره په دې اړه یو توافق‌لیک نهایي کړي.

پاکستان دې ورځې وړاندې اعلان کړی و چې له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د کچې لوړولو په لړ کې په کابل کې د خپل شاژدافیر کچه د سفیر سطحې ته لوړوي.

طالبانو د دې پرېکړي هرکلی کړی دی او اعلان یې کړی دی چې په اسلام اباد کې د دې ډلې شاژدافیر د سفیر کچې ته لوړوي.

پاکستان له هند سره تر وروستۍ جګړې وروسته له طالبانو سره د ډیپلوماټیکو اړیکو کچه لوړه کړې.

دا په داسې حال کې چې د وروستیو څلورو کلونو پر مهال د دواړو اړخونو اړیکې د یو لړ سرحدي مسایلو او په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو پر سر ترینګلې شوې وې.