close

روسیې په مسکو کې د طالبانو سفیر ومانه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې روسیې په رسمي ډول په مسکو کې د دې ډلې له لوري معرفي شوی سفیر منلی دی.

یاد وزارت ویلي، په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرینوف نن (یکشنبه، ۱۱ د غبرګولي) امیرخان متقي ته یو رسمي یادداشت سپارلی دی چې پکې یې د طالبانو د سفیر د منلو اعلان کړی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت زیاتوي چې د روسیې سفیر هیله څرګنده کړې چې د دیپلوماتیکو اړیکو له پراخېدو سره به د دواړو خواوو اړیکې په بېلابېلو برخو کې پرمختګ وکړي.

امیرخان متقي د روسیې او طالبانو ترمنځ اړیکې د «نوې فصل» په توګه یادې کړې او هیله یې ښودلې چې دواړه لوري به وکړای شي خپلې همکارۍ په مختلفو برخو کې پراخې کړي.

روسیې د روان لمریز کال په پیل کې طالبان د ترهګرو ډلو له نوملړه وایستل، تر څو وکولای شي له دې ډلې سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

طالبانو د روسیې د دې پرېکړې هرکلی کړی او اعلان یې وکړ چې ډېر ژر به مسکو ته یو سفیر واستوي.

دا مهال یوازې چین رسماً د طالبانو سفیر منلی او په کابل کې یې خپل سفیر هم معرفي کړی دی.

پاکستان هم خپله چمتووالي څرګند کړی چې له طالبانو سره خپلې دیپلوماتیکې اړیکې د سفیرانو د تبادلې تر کچې پورې لوړې کړي.