close

ننګرهار کې د طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ نښته کې اته کسان ژوبل شوي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د طالبانو د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ د رییس معاذالله عادل ساتونکو پر ولي خلګو ډزې کړې او د شخړې په ترڅ کې اته کسان ژوبل شوي دي.

په سیمه کې یوې سرچینې د نوم نه خپرولو په شرط ویلي چې دا پېښه وړمه ورځ (جمعه،۱۰ د غبرګولي) د جمعې تر لمانځه وروسته د روداتو ولسوالۍ اړوند په «بړو» سیمه کې رامنځ ته شوې.

د سرچینې د معاوماتو له مخې، معاذالله عادل غوښتل په سیمه کې ځینې ځمکې چې ګواکې دولتي دي خپلو پلویانو ته په اجاره ورکړي خو د ځایي خلکو له غبرګون سره مخ شوی او د عادل ساتونکو پرې ډزې کړې دي.

د سرچینې په وینا، ټپیان د ننګرهار حوزوي روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي چې د ځینو وضیعت ډاکترانو نازک ښودلی دی.

ننګرهار کې طالب چارواکو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

تر دې نږدې یو کال وړاندې په سپین غر ولسوالۍ کې هم په ورته پېښه کې شاوخوا پنځه ملکي وګړي د طالبانو د ډزو پرمهال ټپیان شوي وو.