close

لغمان کې یو ځوان اوبو ډوب کړی او مړ شوی

اطلاعات روز: لغمان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې یو ځوان د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

د دې ځوان یو نږدې خپلوان زاهد احمد اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دغه ځوان شاهدالله نومیده او تېره ورځ (یکشنبه، ۱۱ د غبرګولي) له خپلو ملګرو سره یوځای د قرغیو ولسوالۍ «سرخکانو» سیمه ته د چکر لپاره تللی و چې سیند کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو ډوب کړی او مړ شوی دی.

نوموړی زیاتوي، چې تر اوسه د یاد ځوان جسد نه دی موندل شوی، خو د پېدا کېدو په موخه یې هڅې روانې دي.

د معلوماتو له مخې له تېرې اوونۍ راهیسې دا پنځم کس دی چې په ننګرهار او لغمان ولایتونو په سیندونو کې د لامبو وهلو پر مهال اوبو کې ډوبېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.

په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې طالب چارواکو له خلکو په وار وار غوښتنه کړې چې په ډېرو اوبو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي، خو له دې هر څه سره سره بیا هم دا ډول پېښې رامنځته کېږي.

د یادونې ده چې تېر کال د دوبي په موسم کې په ننګرهار، لغمان، کونړ او نورستان ولایتونو کې نږدې ۵۰ کسان سیندونو وړي وو.