close

یونیسف: په افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، اټکل کېږي چې افغانستان کې څلور میلیونه ماشومان له زده کړې بې برخې دي.

د یونیسف په وینا، ډیری دا ماشومان د ښوونځیو لپاره د مناسبو ودانیو، پاکو اوبو او روغتیا ساتنې اسانتیاوو نشتون او همدارنګه د وړ ښوونکو په ځانګړې توګه د ښځینه ښوونکو د کمښت له امله ښوونځي ته نه شي تلای.

د یونیسف په یو راپور کې چې پرون (یکشنبه، ۱۱ د غبرګولي) خپور شوی، راغلي چې ماشومان ډیری وخت د اقتصادي ستونزو له امله ښوونځی پریږدي او ځینې وختونه خپلو کورنیو ته د پیسو ګټلو لپاره کار کولو ته اړ ایستل کېږي.

له کله نه چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې له شپږم ټولګي پورته نجونې یې له زده کړې بې برخې کړې دي.

یونیسف د نوي کال په پیل کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال له پیل او د نجونو پر زده کړو د بندیز له دوام سره، شاوخوا ۴۰۰زره نورې نجونې د زده کړې له حق څخه محرومې شوې، چې ورسره د محرومو نجونو شمېر ۲.۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.

د یونیسف اجرایوي رییسې کاترین رسل ویلي و، چې که د نجونو پر زده کړو بندیز تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام ومومي، له څلورو میلیونو څخه زیاتې نجونې به د لومړنۍ دورې څخه پورته د زده کړو له حقه محرومې پاتې شي